بهرني راپورونه

انتونيو ګوترش: طالبانو د نجونو او ښځو پر وړاندې تر ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي

انتونيو ګوترش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترش وايي، طالبانو په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې تر ۵۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترش دغه څرګندونې د دونۍ/دوشنبې په ورځ د کب په ۲۱ مه د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د کمیسیون په ۶۸مه غونډه کې وکړې.

د ملګرو ملتو دغه چارواکی وایي، طالبانو د دغو حکمونو له لارې په افغانستان کې پر زیات شمېر نجونو او ښځو ظلمونه کړي دي.

هغه وويل: چې بدمرغه جګړه په ټوله نړۍ کې مخ پر ډېرېدو ده چې په ښځو او نجونو يې هم ناوړه اغېز کړی دی.

د ښځو د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د کمیسیون ۶۸ مه غونډه د ۱۰۱ لوړ پوړو استازو په ګډون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکز کې په فعاليت پيل وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په هېواد کې د واک ترلاسه کولو وروسته د افغان ښځو او نجونو پر ژوند ډېر محدودیتونه وضع کړل او له خپلو اساسي حقونو په ځانګړي توګه له زده کړو یې بې برخې کړې.

| د بخښنې نړيوال سازمان: افغان مېرمنې له ډېرو ننګونو سره مخ دي