راپورونه کورني راپورونه

د بخښنې نړيوال سازمان: افغان مېرمنې له ډېرو ننګونو سره مخ دي

د بخښنې نړيوال سازمان

د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت د بخښنې نړيوال سازمان وايي، نړۍ د افغان ښځو او نجونو د بې شمېره کړاوونو او ننګونو شاهده ده.

د بخښنې نړيوال سازمان پرون (جمعه د کب ۱۸مه) د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې هره ښودونکې کلمه د مبارزې استازیتوب کوي. هغه مبارزه چې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته د افغان ښځو او نجونو له خوا روانه ده.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغان ښځې د ډېرو ننګونو سره مخ دي؛ د زده کړو له محرومیت څخه نيولې د دوی د غږونو تر خاموشولو پورې؛ هغه ننګونې او محرومیتونه چې افغان ښځې او نجونې د طالبانو د واکمنۍ له وخته تر اوسه ورسره لاس او ګریوان دي.

د بښنې نړیوال سازمان له خلکو او نړۍ وغوښتل چې د افغانستان له ښځو سره د هغوی د بنسټيزو حقونو لپاره يو ځای شي او په نړيواله کچه آواز پورته کړي.

د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې ښځې له سخت کړکېچ سره مخ دي او د نجونو پر ښوونځيو د بنديز لګېدو تر ۹۰۰ زياتې ورځې تېري شوي دي او همدارنګه د نجونو او ښځو پر پوهنتونونو د بنديز هم تر يو کال زيات وخت تېر شوی دی خو لا هم د طالبانو لخوا نجونو ته د زده کړو د بنديز ليري کولو د څه پلان په اړه خبري نه دي شوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان معترضو ښځو د مارچ د اتمي په مناسبت د يوې اعتراضيې پټي غونډي په ترڅ کې د ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو بشري سازمانونو څخه وغوښتل چې د دوی ملاتړ وکړي تر څو د طالبانو مشران نړيوالې محکمې ته راکش کړل شي.

| د مارچ اتمه، معترضې ښځې: طالبانو ته فرصت مه ورکوئ او مشران يې محکمې ته راکش کړئ