راپورونه کورني راپورونه

نورالله نوري: افغانستان به څو ورځو کې د هر څه په تولید کې پځانبسیا شي

نورالله نوري

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري په ننګرهار ولايت کې په خپله وروستۍ اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان به «څو ورځې وروسته» د غنمو، میوو، تیلو او برېښنا په تولید کې پر ځان بسیا شي او په نژدې راتلونکي کې به خپل پاسپورټونه او وسلې هم جوړوو.

نورالله نوري دغه څرګندونې په ننګرهار ولايت کې د ملي يووالي د پياوړتيا تر نامه لاندې په يوه غونډه کې وکړې او زياته يې کړه، چې د طالبان ټولې چارې په ښه توګه سمبالوي، خو هغه کسان چې له افغانستانه وتلي، ناسم انځور وړاندې کوي.

دغه طالب چارواکي زیاته کړه، چې افغانستان به ډېر ژر پیسې، پاسپورتونه، وسلې او برېښنا خپله جوړوي.

هغه پر هغو کسانو نیوکه وکړه چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته له افغانستانه وتلي او زیاته کړې یې ده چې دوی د لویدیځ غلامان دي چې بهرنۍ نړۍ ته د خپل هېواد په اړه ناسم مالومات ورکوي.

د طالبانو دغه چارواکی دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د طالبانو د واکمنۍ په دوران کې افغانستان د برېښنا او نور خامو موادو د ضرورتونو ډېره برخه له ګاونډیو هېوادونو څخه صادروي.

دغه راز د طالبانو دغه مسوول وويل چې دوى ټولو هغو چارو ته پاملرنه کړې ده چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د جنايي جرمونو په تېره بيا د مرموزو او هدفي وژنو کچه لوړه شوې او د خلکو د اندېښنې سبب شوې ده.

| فارياب ولايت کې يوې ځواني نجلۍ ځان وژنه کړې