بهرني راپورونه

يونيسکو: افغانستان او افريقايي هيوادونه د نجونو زده کړو برخه کې پر شاه روان دي

يونيسکو

د ملګرو ملتونو ښوونيز او کلتوري سازمان يونيسکو په خپل تازه راپور چې نن خپور شوی ويلې افغانستان او يو شمېر افريقايي هيوادونه د نجونو د زده کړو په برخه کې مخ پر ځوړ روان دي.

د ملګرو ملتونو کلتوري او ښوونيز سازمان يونيسکو دا څرګندونې په هغه راپور کې کړي دي چې د مارچ پر ۱۰مه ددوی پر ايکس پاڼه خپور شوی و.

يونيسکو ليکلې. «په داسې حال کې هېوادونو چې ځوانې مېرمنې یې په ۲۰۱۵ کال کې پکې په نامناسبو شرایطو کې وې، تر ۲۰۲۲ کاله پورې یې د پورتنۍ ثانوي زده کړو په بشپړولو کې جنسیتي تشه له ۶.۹ څخه ۴.۲ سلنې ته راټیټه کړې، افغانستان، بنین او نایجریا په دې برخه کې په شا تګ کړی دی.»

په راپور کې راغلي، افغانستان یو له هغو لسو هېوادونو دی چې له ښوونځيو څخه بېرون د نجونو لوړ شمېر لري.

د وروستیو اټکل شویو شمېرو له مخې، په دې هېواد کې ۷۵ سلنه ښوونځیو ته د تګ په عمر برابری نجونې له ښوونځيو بهر دي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، دوی له شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع کړې او دغه شان یې د دوی پر مخ د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې.

د یادونې ده چې پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو د حکومت له خوا لګول شوي محدودیتونه په ځانګړي ډول د زده کړو او کار بندیز د نړیوالو سازمانونو او هېوادونو لخوا په وار وار غندل شوي دي، خو طالبانو لاهم نرمښت ندی راوستی.

خو د طالبانو حکومت همیشه د خپلو پرېکړو دفاع کړې او ویلي چې د دوی تر واکمنۍ لاندې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټول حقونه خوندي دي.

| عباس ستانکزي يو ځل بيا د نجونو د تعلیم په هکله خوله خلاصه کړه