راپورونه کورني راپورونه

عباس ستانکزي يو ځل بيا د نجونو د تعلیم په هکله خوله خلاصه کړه

نجونو

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستيال شير محمد عباس ستانکزي په یوه غونډه کې د نجونو او هلکانو د تعليم په هکله خبرې وکړې او دنجونو د تعليم پرته یې د هيواد پرمختګ ناشونی وباله.

د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستيال د ښځو د تعليم اړوند خبرې نن په کابل کې د نجونو د يوې مدرسې په فراغت غونډه کې وکړې.

عباس ستانکزي په ځلونو د ښځو د تعليم اړوند ږغ پورته کړی، او آن څوځله د لوړپوړو چارواکو له لورې د خبرو منع شوی.

ستانکزي په خپلو خبرو کې وويل، هيڅ هيواد بې له علمه پرمختګ نشې کولای، يوازينۍ لار چې د دنيا او اخرت ښېرازي پکښې پرته ده هغه علم او تعليم دی.

نوموړي وويل، هيڅوک هيڅ دليل نلري چې د نجونو تعليم فرض ندی، موږ غواړو د نجونو او ټولو اقشارو په وړاندي دي د علمي مراکزو دروازې ژر تر ژره خلاصي شې.

د افغان طالبانو دغه مشر په ځلونو د نجونو د تعلیم او زده کړې د فرضيت اړوند خبرې کړې، او پر مشرتابه او نورو چارواکو يي غيري مستقيمي نيوکې کړې دي.

د امر بالمعروف وزير خالد حنيفي چې د توند لارو طالب قومندانانو له ډلې څخه دی، په یوه وينا کې ويلې چې عصري زده کړې او دنیوي علم يو مباح عمل دی.

هېره دي نه وي چې واک ته د طالبانو د رسېدو وروسته دغې ډلې لومړۍ د شپږم ټولګۍ څخه پورته نجونو باندي او څه موده وروسته په پوهنتونو کې د ښځو پر زدکړه بنديز ولګاوه.

| ستانکزی: تر اوسه پورې موږ ونشوه کولی چې د انجونو ښوونځيو د خلاصون لاره پيداکړو