بهرني راپورونه

محمود خان اڅکزی که آصف علي زرداري به د پاکستان ولسمشر وټاکل شي؟

د پاکستان ولسمشر

راپورونه وايي نن شنبه د پاکستان د څوارلسم ولسمشر د ټاکلو لپاره په قامي او صوبايي اسامبليو کې رايه اچونه ترسره کېږي چې ګټونکي به د پاکستا‌ن د څوارلسم ولسمشر په توګه دنده پيل کړي.

تر دا مهاله عارف علوي د پاکستان ولسمشر دی، نوموړی د تحريک انصاف ګوند اړوند دی او تېره ورځ يې د تشريفاتو قطعې څخه وروستۍ ليدنه کړې.

د پاکستان ولسمشرۍ ټاکنو ته د پيپلز ګوند څخه آصف علي زرداري چې وړاندي هم ولسمشر پاتي شوی او د تحريک انصاف او سني اتحاد کونسل له لوري محمود خان اڅکزی نوماندان دي.

محمود خان اڅکزي له محکمې او ټاکنو کميسيون څخه غوښتې چې دا ټاکنې وځنډوي، تر څو مذهبي ګوندونو او اقليتونو ته په اسامبليو کې څوکۍ ورکړل شې.

د پاکستان د څوارلسم ولسمشر ټاکلو پروسه نن سهار په قامي اسمبلۍ او صوبايي اسامبليو په تالارونو کې پيل شوې ده او شننوکي په دې باور دي چې زرداري به د دوهم ځل لپاره ولسمشر وټاکل شې.

محمود خان اڅکزی په هغه ليک کې چې سترې محکمې او ټاکنو کميسيون ته استول شوي ليکلې دي چې د اقليتونو او ښځو د څوکيو تر ويش وړاندي د ولسمشر ټاکل غيري قانوني او د جمهوریت په نوم تور داغ دی.

د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د مارچ په څلورمه سني اتحاد کونسل ته د ښځو او اقليتونو د ځانګړو شویو څوکو د ورکولو غوښتنه رد کړی وه او د مارچ په پنځمه یې دا څوکۍ په نورو ګوندونو ویشلي دي.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند يو مشر عمر ايوب چې دا مهال په قامي اسمبلۍ کې د افوزسيون مشري کوي ‏ویلي، چې په مرکزي پارلمان کې د سوګند پورته کول غیرقانوني وو چې د هغه له نظره هیڅ ارزښت نه لري.

په پاکستان کې د څوارلسم ولسمشر د ټاکلو لپاره په داسي حال کې سيالۍ کېږي چې تحريک انصاف له وړاندي د مسلم لیګ اړوند ائتلاف څخه ماتي خوړلې او اټکل کېږي چي ولسمشر به هم ددوی په خوښه وټاکل شې.

| تحريک انصاف ولسمشرۍ ته محمود خان اڅکزی او پيپل اصف علي زرداري نومولی