سپورت کرکټ

افغانستان ايرلنډ ته د يو ورځنيو لوبو د لړۍ په لومړۍ لوبه کې ماتي ورکړه

افغانستان

د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ ددغې لوبې پچه افغانستان وګټله او په ټاکل شويو۵۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په زيان ۳۱۱ منډې هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره رحمن الله ګربز ۱۲۱ ابراهيم ځدراڼ۶۰ حشمت شهيدي۵۰ او محمد نبي۴۰ ډيري منډې جوړي کړې.

د ايرلنډ لوبډلې الراونډر لوبغاړي ويرکروم ۳، يانګ او هومي۱-۱ ویکټه ترلاسه کړه .

ايرلنډ لوبډلې په خپله پاڼۍ د ۸ لوبغاړو په زيان ۲۷۵ منډي ترسره کړې، چې پکې پياوړي توپ وهونکي ټيکټور ۱۳۸ ټاکور۸۵ کامپر او هومي۹-۹ ډيري منډې جوړي کړې، او لوبه يې افغانستان ته په ۳۵ منډو وبایلله.

د افغانستان لپاره فضل حق فاروقي۴ عظمت عمرزي۲ نور احمد او ګلبدين ۱-۱ ویکټه ترلاسه کړه.

د افغانستان او ايرلنډ ترمنځ د لوبلړۍ دوهمه لوبه به د شنبې او دريمه د سه شنبې په ورځ په شارجه لوبغالي کې ترسره شې.

د افغان لوبډلې لوبډلمشر حشمت شاهدي د چهارشنبې په ورځ د خبري کنفرانس پر مهال وويل چې په ټيسټ کي يې تېروتنې کړي او يو ورځنيو لوبو ته بشپړ چمتوالی لري.

دافغانستان پياوړي اوپنر توپ وهونکي نورعلي ځدراڼ بيا تېره ورځ د نړيوال کرکټ سره مخه ښه وکړه، او د ايرلنډ سره ټيسټ لوبه یې د خپل لوبيز ژوند وروستۍ لوبه کړه.

نورعلي ځدراڼ د افغانستان په استازولۍ دوې ټيسټ، ۵۱ نړيوالي يو ورځنۍ او ۲۳ نړيوالي شل اوره لوبي ترسره کړي، چې پکې د يوې سليزي او ۱۱ نيمه سلیزو په مټ څه کم ۲۰۰۰ منډي ترسره کړي دي.

دا په داسي حال کې ده چې افغان لوبډله به د ايرلنډ د لوبو وروسته د زمبابوی لوبډلې سره هم د دريو فارمټونو لوبې ترسره کړي.

| افغانستان نن د ايرلنډ په وړاندې د يو ورځنيو لوبو لړۍ پیلوي