سپورت کرکټ

افغانستان نن د ايرلنډ په وړاندې د يو ورځنيو لوبو لړۍ پیلوي

لوبو لړۍ

د افغانستان په کوربتوب دغه لوبې د اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې پلان شوي دی،او ټاکل شوې ده چې نن مازيګر ۴:۰۰ بجې به دغه لوبډلې د يو بل په وړاندي ولوبیږي.

افغان کرکټ بورډ ويلې، افغان لوبغاړي د دغو لوبو لړۍ لپاره د څو ورځو راهيسي مسلسل تمرينات کوي، او لوبغاړي و لوبو ته بشپړ چمتو دي.

تېره ورځ په خبري کنفرانس کي لوبډلمشر حشمت شهيدي ويلي عظمت عمرزي روغ دی او نن به د ايرلنډ په وړاندي لوبه کې ولوبیږي.

د افغان لوبډلې په نوملړ کي يو شمېر ځوان لوبغاړي هم ترسترګو کېږي، چې له جملې څخه يې علي محمد غضنفر، ننګيالۍ خروټی او بلال سميع دي.

علي محمد غضنفر د نولس کلنو لوبډلې څخه تازه ملي لوبډلې ته راغلی او هيوادوال هيله مند دې چې په لوبو کې ورته چانس ورکړل شې.

بلال سميع او ننګيالی خروټی بيا د تيري نولس کلنې لوبډلې هغه لوبغاړي دي چې په لوبو کې ښه ځلیدلي خو ملي لوبډله کې چانس ورته ندی ورکړل شوی.

د يو ورځينيو لوبو په دغه لړۍ کې د افغانستان پياوړي سپينران مجيب الرحمن او راشد خان بيا د ټپونو له کبله نه لوبېږي.

ويل کېږي چې د دواړو روغتيايي حالت ښه دی او د راشد خان د تمريناتو انځورونه هم خپاره شوي، تمه ده چې د ايرلنډ په وړاندي شل اوره لوبو ته بيرته راوګرزي.

په خبري کنفرانس کې حشمت شهيدي د هيوادوالو څخه وغوښتل تر څو خپل لوبغاړي د تحقير پر ځای تشويق کړي او ويې هڅوي چې افغانستان ته برياوي راوړي.

شهيدي زياته کړه چې په ټول توان لوبغاړي لوبېږي تر څو د‌هيوادوالو پر شونډو مسکا راولي، خو ځيني وختونه بيا لوبې بايلل کېږي، چې هيوادوال بايد خپل لوبغاړي په هر حال کې تشويق کړي.

د افغانستان او ايرلنډ دوهمه يو ورځنۍ لوبه به د شنبې او دريمه د سې شنبې په ورځ ترسره شې.

دا په داسي حال کې ده چې افغان لوبډله د يو ورځينيو لوبو د لړۍ وروسته د ايرلنډ لوبډلې سره د شل اوره لوبو لړۍ هم ترسره کوي او وروسته به د لوبو لپاره زمبابوي ته سفر وکړي.

| ايرلېنډ په يوازينۍ ټيسټ لوبه کې افغانستان مات کړ، څه لامل کېدای شې؟