بهرني راپورونه

شهباز شريف پېښور ته تللی، خو علي امين ګنډاپور ترې د ليدلو ډډه کړې

شهباز شريف

د پاکستان نوي لومړي وزير شهباز شريف په داسي حال کې خيبر پښتونخوا ايالت ته سفر کړی چې په خيبر پښتونخوا کې وروستيو اورښتونو ۴۰ تنه وژلې او څه باندي ۶۵ نفر یې ژوبل کړي دي.

شهباز شريف د خپل کار د پيل په څلورمه ورځ په داسي حال کې خيبر پښتونخوا ته سفر کړی چې تېره ورځ بيا بلوچستان ته تللی و او هلته يې د ايالتي مشرانو سره ليدلي دي.

د پاکستان نوي لومړي وزير خيبر پښتونخوا کې په یوه غونډه کې ګډون هم کړی او تمه وه چې دې غونډه کې علي امين ګنډاپور چې دا مهال د پېښور وزير اعلی دی ګډون وکړې، خو ګنډاپور په غونډه کې د ګډون او د شهباز شريف څخه د ليدنې ډډه کړې.

دا دوهم ځل دی چې علي امين ګنډا پور د لومړي وزير څخه د ليدنې ډډه کوي، تر دې وړاندي يې د لومړي وزير شهباز شريف د لوړي په مراسمو کې هم له ګډونه ډډه کړې وه.

علي امين ګنډاپور د عمران خان په راسته لاس مشهور هغه سياستوال دی چې په اکثريت رايو يې د جمعيت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل رحمن ته ماتي ورکړې وه.

ګنډاپور د تحريک انصاف ګوند يو له پياوړو او بانفوذو مشرانو څخه دی، چې همېشه يې د مسلم لیګ ن او پيپلز ګوندونو پر مشرانو د درغليو تور پوري کړی او په بېلابيلو نومونو یې ياد کړي دي.

د پاکستان د لومړي وزارت دفتر او د پښتونخوا صوبایي حکومت تر اوسه په دې اړه چې علي امین ګنډاپور ولې دې ناسته کې نه و ښکاره څه نه دي ویلي خو په ټولنیزو رسنیو کې دې ډول پروټوکول او ناستې ګڼ غبرګونونه پارولي دي.

پاکستان کې د مرکزي حکومت او صوبایي حکومتونو تر منځ وخت نا وخته د نظر اختلاف وي خو د چارواکو په کچه په دومره لویه کچه ټکر کسماری بلل کېږي.

دا په داسي حال کې ده چې د تحریک انصاف ګوند د تېرې فبرورۍ په ټاکنو کې د تنظیم شویو درغلیو ادعا کوي د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون رول لوبولو اعلان هم کړی او د دغې ګوند لخوا لومړي وزارت ته کاندید عمر ایوب یې د اپوزیسیون مشر ټاکلی دی.

| تحريک انصاف ولسمشرۍ ته محمود خان اڅکزی او پيپل اصف علي زرداري نومولی