بهرني راپورونه

فايق: له طالبانو سره تعامل بايد افغانستان کې د دغې ډلې له کړنو سره تړاو ولري

فايق

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ سرپرست نصیر احمد فايق ویلي چې له طالبانو سره د نړۍ تعامل باید له ترهګرۍ سره د مبارزې او د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د طالبانو فعاليت مشروط وي.

فايق دغه څرګندونې د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ د کل په ۱۶مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وکړې او زیاته یې کړه چې د افغانستان خلک د طالبانو د چلند له بدلون پرته له طالبانو سره د هېوادونو د اړیکو د عادي کېدو په اړه اندېښمن دي.

هغه په ​​ټینګار سره زیاته کړه، په افغانستان کې د «جنسی تبعیض» له امله باید طالبانو ته کوم امتیازات ورنکړل شي.

فايق وویل، له ملي خبرو وروسته یو ټول شموله سیاسي نظام هغه حل دی چې په افغانستان کې سوله او ثبات تامین کړي.

دغه افغان ډیپلوماټ له امنیت شورا وغوښتل چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د وضعیت د خرابیدو په اړه همغږي اقدامات وکړي.

فايق وړاندې د امنیت شورا ته ویلي و چې د افغانستان خلک له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د هر ډول تعامل مخالف دي.

د هغه په ​​وينا، د طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته د هېوادوالو په تېره بيا د ښځو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

| د ملګرو ملتونو امنيت شورا افغانستان کې د خپل ماموريت د غځولو لپاره غونډه کوي