بهرني راپورونه

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل وځنډول

ځانګړي استازي

راپورونه وايي چې د دوحې د غونډې په وروستۍ ورځ چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو او يو شمېر نورو اړينو بحثونو لپاره ځانګړې شوې وه، خو پرېکړه وشوه چې ځانګړی استازی به د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په راتلونکې غونډه کې وټاکل شې.

تر دې وړاندي ويل شوي و، چې د د‌وحې د غونډې په دوهمه او وروستۍ ورځ به د ملګرو ملتونو له لوري د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په دنده ګمارل وي.

د افغانستان په چارو کې د متحده ايالاتو ځانګړي استازي ټام ويسټ د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دنده په بهر کې د افغانستان د چارو تعقيب ياد کړی و.

لطف الله نجفی زاده چې د دوحې په غونډه کې د افغان مدني فعالينو په نماينده ګي ګډون کړی و، ويلې نړۍ پرېکړه وکړه تر څو د طالبانو پرته پر مخ لاړه شې.

بل پلو طالبانو بيا د ملګرو ملتونو له لورې د دوحې په غونډه د ګډون څخه ډډه کړې او د ګډون لپاره يې ځيني شرطونه وړاندي کړي و.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر رئيس ډاکټر نعيم وردګ ويلې چې د دوحې په غونډه کې ځکه طالبانو ګډون ندی کړی چې په دې ناسته کې هر څه تشريفاتي شکل لري.

ښاغلي وردګ په دغه غونډه کې د افغان مدني فعالينو پر کډون هم نيوکه کړې او ويلې يې دي چې د يو پياوړي مستحکم نظام په شتون کې نه بايد ملګري ملتونه بهر ميشتي افغانان غونډې ته وغواړي.

د ملګرو ملتونو له لورې د دوحې غونډه دوهمه ورځ هم د بندو دروازو تر شاه روانه ده او ښايي نړۍ د طالبانو په وړاندي يو دريځ پکې غوره کړې.

دا په داسي حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ځانګړي استازي څوکۍ ته ايران، روسيې او چين منفي خو پاکستان مثبته رایه کارولې ده.

| ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو پرېکړه کړې