راپورونه کورني راپورونه

د یعقوب مجاهد په مشرۍ پلاوي په قطر کې د دفاعي صنايعو نندارتون کې ګډون وکړ

دفاعي صنايعو نندارتون

د هيواد د ملي دفاع سرپرست وزير ملا محمد يعقوب مجاهد او د پوځ لوی درستيز قاري فصيح الدين فطرت چې قطر هيواد ته په یو رسمي سفر تللي و، هلته يې د دفاعي صنایعو په يوه نړيوال نندارتون کې ګډون هم کړی.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ويلې ملا يعقوب مجاهد او پلاوي د دغه دفاعي صنايعو نندارتون د بيلابېلو برخو څخه ليدنه کړې، او د پياوړو دفاعي وسلو، ټانکونو او مهماتو په برخه کي يې معلومات تر لاسه کړي.

د طالبانو وياند ويلې د ملي دفاع سرپرست په نندارتون کې تر ګډون وړاندي د يو شمېر بهرنیو هيوادونو د دفاع وزیرانو سره يو ځای د قطر د امیر مرستیال شيخ عبدالله بن حمد آل ثاني سره وليدل.

قطر يو له هغو لږو هيوادونو څخه دی، چې د طالبانو له حکومت سره ښې اړیکي لرې، او همېشه يې د طالبانو او امريکا تر منځ د پول حيثيت او رول لوبولی، خو تر اوسه يې د طالبانو حکومت په رسمیت ندی پېژندلی.

په قطر کې د دفاعي صنايعو نړيوال نندارتون د مارچ په څلورمه د لسګونو هيوادونو او شرکتونو په شتون کې پيل شوی او دوې ورځې به دوام وکړې.

د دفاعي صنايعو په دې نړيوال نندارتون کې لس لويي جنګي بيړۍ، بيلابيل پرمختللي جنګي وسایل، وسلې، مهمات، پياوړي دفاعي سيسټمونه او ټانګونه نندراې ته ايښودل شوي دي.

| د ازبکستان د استخباراتو او سرحدونو رييس د ملا يعقوب مجاهد سره ليدلي