راپورونه کورني راپورونه

د ازبکستان د استخباراتو او سرحدونو رييس د ملا يعقوب مجاهد سره ليدلي

ازبکستان

طالبانو د دفاع وزارت وايي چې د ياد وزارت سرپرست يعقوب مجاهد د ازبکستان د استخباراتو او سرحدونو د رئيس عبدالسلام عزيزوف سره کتلي او د ښه ګاونډيتوب تر څنګ يې پر سرحدي او ځينو نورو مسايلو خبري کړې دي.

دغه وزارت په خپل بيان کې ويلې چې په دغه ليدنه کې د افغانستان او ازبکستان دواړو لورو پر سرحدي مسايلو، دوه اړخيزه اړيکو پر پياوړتيا او اقتصادي همکاریو په هکله خبرې کړې دي.

خبرپاڼه زياتوي چې سرپرست وزير يعقوب مجاهد د دواړو اسلامي هيوادونو د اړيکو پياوړتيا او ښه والي يادونه کړې او ويلې يې دي چې په راتلونکې کې به سرحدونه نور هم محکم کړي.

د خبر پاڼي په خبره د دفاع وزير د ازبکستان لوري ته د انکشافي پروژو د تطبيق او پانګونې په برخه کې د بشپړي همکاری ډاډ ورکړ، او ورڅخه ويې غوښتل چې دې هيواد کې پانګونې لپاره سوداګر ليواله کړي.

خبرپاڼي د ازبکستان د استخباراتو او سرحدونو د رئيس عبدالسلام عزيزوف له قوله ليکلې چې اوزبکستان د افغانستان دخلګو او طالبانو د حکومت سره خپلو همکاریو او مرستو ته دوام ورکړې.

د يادونې وړ ده چې ازبکستان د هغو هيوادونو په قطار کې راځي چې د طالبانو د راتګ سره يې د افغانستان سره اړيکي زياتي شوې او ډېريو چارواکو يې کابل او يو شمېر نورو ولايتونو ته د اقتصادي پروژو اړوند سفرونه کړي، خو د سرحدونو او استخباراتو د رئيس سفر لمړی سفر بلل شوی.

| يعقوب مجاهد وايي، په هېواد کې پاکستانيان او تاجکستانيان ترهګريز فعاليتونه کوي