بهرني راپورونه

ايلون ماسک: جوبايډن يو درواغجن سړی دی

ايلون ماسک

امریکايي میلیاردر او د ټويټر يا ايکس شبکې مشر ايلون ماسک ویلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د کډوالۍ د کړکېچ د حل په اړه «درواغ» وايي.

ايلون ماسک دا مسئله د يونۍ/ یکشنبې په ورځ ، د کب په ۱۳مه په ايکس يا پخواني کې په یوه پیغام کې راپورته کړه او زیاته یې کړه چې د بایډن خبرې چې هغه د غیرقانوني کډوالۍ ستونزې حل کولو په لټه کې دی «خالص درواغ» دي او له حقیقت څخه لرې دي.

هغه زياته کړه: «تر هغه چې دا اجرایوي فرمانونه لغوه نشي، د بایډن ادعاوې چې هغه د غیرقانوني کډوالۍ سره مبارزه کولو اراده لري درواغ دي.»

دې امریکایی میلیاردر زیاته کړه چې د غیرقانوني مهاجرینو په لویه کچه راتګ د “بایډن د ادارې د ۹۴ اجرایوي حکم پایله ده.

متحده ایالات په دې وروستیو میاشتو کې د غیرقانوني کډوالۍ د بې ساري کچې شاهدان دي، ځکه چې سرحدي چارواکو اعلان وکړ چې دوی د دسمبر په میاشت کې د غیرقانوني پولو څخه تر درې لکه زياتې قضیې ثبت کړي، چې دا په یوه میاشت کې ترټولو لويه شمېره دی.

دغه راز د راپورونو له مخې په تېرو څو کلونو کې چې بایډن سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو راهیسې تېر شوي، په دغه هېواد کې د ناقانونه کډوالو تر ټولو لوړه شمېره ثبت شوې ده.

د مالوماتو له مخې، دا لومړی ځل نه دی چې ماسک د کډوالو په اړه د متحده ایالاتو د اوسني حکومت په پالیسۍ نیوکه کوي او په دې باور دی چې بایډن د هیواد د سویلي پولو د ساتنې لپاره کافي کار نه کوي.

هغه د حکومت له مرستې پرته د مکسیکو سره د متحده ایالاتو پولې خوندي کولو په اړه د ټیکساس والي ایبټ د نظر ملاتړ وکړ. ایبټ وویل چې هغه چمتو دی چې د غیرقانوني مهاجرینو څخه د ایالت د سرحدونو د ساتنې په اړه له فدرالي مقاماتو سره نښتې وکړي.

| ټرمپ: بايډن يو بې‌عقل دی، ځکه له افغانستانه د امريکا وتل ترویټنام ګران تمام‌ شول