بهرني راپورونه

د غزې جګړه، اسراييلو پر اوربند هوکړه کړې خو حماس لا کوم اقدام ندی کړی

اوربند

د امريکا متحده ايالاتو يو جګپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلې چې د غزې د جګړې اړوند اسرايلو د امریکا په غوښتنه پر اوربند هوکړه کړې، اوس پرېکړه د حماس ډلې په لاس کي ده.

دغه چارواکي ويلې د اوربند لپاره کاري چوکاټ برابر شوی او امريکا غواړي هر څومره ژر په غزه کې اوربند قائم شې، او تر روژې وړاندي دواړو لوري د ارام ساه واخلي.

د حماس ډلې يوې رسمي سرچينې فرانسپرس خبري اژانس ته ويلې ددې هوکړې لپاره ددې ډلي يو پلاوی د پوره صلاحيت سره د قطر څخه مصر ته روان شوی.

په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو حکومت د اوربند په هکله د اسرائیل دریځ په هکله څرګندونې کړي، خو پخپله د اسرائیل حکومت تر اوسه د اوربند پلان په هکله څه ندي ویلي.

دې سرچینې همدرانګه ویلي چې د حماس ډله به تر سلا مشورو وروسته د دې موافقې په هکله خپل رسمي نظر ورکړي.

ها خوا بیا د مصر القاهره ورځپاڼې په یو راپور کې ویلي چې ټاکل شوې د دې هیواد په پایتخت قاهرې کې د غزې اوربند په هکله د منځګړو هیوادونو غونډه د یکشنبې په ورځ وشي.

امريکا متحده ایالات، مصر او قطر په دې اوربند کې د منځګړو په توګه کار کوي او تیره میاشت یې د فرانسې د پاریس په ښار کې هم د موقتي اوربند کیدو په هکله پلان څرګند کړی و چې اسرائیلو رد کړ.

دغه منځګړي هيوادونه غواړي چې تر روژې مخکې په غزه کې نسل وژنه بنده شې او اسرايلي پوځ خپل هيواد ته وګرزي، خو اسرايلو بيا ددې موافقې اړوند رسمي نظر ندی شريک کړی.

دا چې د اسرائیل پوځ د غزې تړانګه کلابنده کړې، ګڼ شمیر اروپایي او عربي هیوادونو د هوا له لارې پدې تړانګې کې ګیر پاتې شویو کسانو ته خوراکي او نور مواد لیږلي او د متحده ایالاتو پوځ هم د شنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره هلته د هوا له لارې خوارکي او نور مواد خلکو ته ورسول.

دا په داسي حال کې ده چې د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د پنجشنبې په ورځ وویل چې د اسرائیلي ځواکونو د بمباریو په پایله کې د غزې په تړانګه کې ۱۱۵ تنه چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو ته په تمه ولاړ وو وژل شوي او تر ۷۶۰ زیات ټپیان شوي دي.

خو اسرايلو بيا ويلې دا کسان په ټېل ماټیل کې وژل شوي او دوی پرې ډزي ندی کړې.

| امريکا متحده ايالات غواړي غزې ته د هوا له لاري بشري مرستې ولېږي