بهرني راپورونه

د مسلم لیګ نواز غړی شهباز شريف د دوهم ځل لپاره د پاکستان لومړی وزير وټاکل شو

شهباز شريف

د پاکستان د جنجالي ټاکنو درې اونۍ وروسته ددې هيواد د ولسمشر له لورې د لومړي وزير د ټاکلو لپاره د قامي اسمبلۍ غونډه رابلل شوې وه.

چې په دغه غونډه کې د مسلم لیګ نواز ګوند او پيپلز ګوند له لورې منتخب نوماند شهباز شريف په ۲۰۱ رایو په ترلاسه کولو د دوهم ځل لپاره د پاکستان لومړی وزير وټاکل شو.

د ګټونکی ائتلاف مخالفانو سني اتحاد کونسل او تحريک انصاف نوماند عمر ايوب بيا د ۹۲ رايو په ترلاسه کولو سره ناکام وپېژندل شو.

د تحريک انصاف ګوند مشر ګوهر علي خان په قامي اسمبلۍ کې خبريالانو ته ويلې سني اتحاد کونسل ګوند ته د ځانګړو څوکيو نه ورکول کېدو او د اسمبلۍ د غړو د شمېر نه پوره کېدو پرته د لومړي وزير ټاکنه غيري قانوني ده او دوی به په ټول هيواد کې لاريونونه وکړې.

په اسمبلۍ کې د لومړي وزير د ټاکنو پر مهال د مسلم لیګ نواز او سني اتحاد کونسل ګوند د غړو ترمنځ جنجالونه رامنځته شوې خو د امنيتي کسانو له لورې د ګډوډیو مخه نيول شوې.

د سني اتحاد کونسل او تحريک انصاف ګوند نوماند لومړي وزير عمر ايوب په خپلو خبرو کې ويلې دا ټاکنې د پوځ په مستقيمو اشارو رواني دي دلته به هغه څه کېږي چې پوځ او ای اېس ای يې غواړي.

د قامي اسمبلۍ په تېره غونډه چې د اسمبلۍ د مشر او مرستيال د ټاکلو لپاره راغوښتل شوې وه هم پوځ او استخباراتي ادارې تورني شوې چې په ټاکنو کې لاسوهنه کوي او د قانون د پلي کیدو مخه نیسي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د سني اتحاد کونسل ګوند له لورې ولسمشرۍ ته نوماند محمود خان اڅکزي په دغه غونډه کې د پوځ او استخباراتو څخه وغوښتل چې د ګوندونو ملاتړ پرېږدي او واک ملت ته پرېږدي چې خپل مشران وټاکي.

نوموړي وويل چې پوځ مستقيمأ د اسمبلۍ غړې تحريکوي چې د مسلم لیګ نواز ګوند نوماند شهباز شريف ته رايه ورکړې.

اڅکزي د پوځ او استخباراتو دا پريکړي او لاسوهنې د جمهوریت سره په ټکر کې وبللې او زياته يې کړه چې د پاکستان څخه د جمهوري نظام نوم واړول شې او ديکتاتوري نظام دې بدل شې.

په داسي حال کې چې ښايي د مارچ په۹ په ټولو ايالتي او ملي اسمبلۍ کې د ولسمشر د ټاکنو لپاره غونډه راوبلل شې خو تحريک انصاف له وړاندي لا د لاريونونو او په غونډه کې د نه ګډون پرېکړه کړې.

| تحريک انصاف ولسمشرۍ ته محمود خان اڅکزی او پيپل اصف علي زرداري نومولی