سینما او تیاتر کلتور او هنر

شاهرخ خان قطر کې په اعدام محکوم شوي ۸ هندي وګړي خوشي کړي

شاهرخ خان

راپورونه پر بنسټ، قطر هغه ۸ هندیان چې د محکمې له لوري د جاسوسۍ په تور په اعدام محکوم شوي وو، د هندي باليووډ فلمي ستوري شاهرخ‌خان په منځګړيتوب خوشې کړل.

که څه هم تر شاهرخ خان وړاندې د هند لومړي وزير نريندرا مودي له قطر سره له ډیپلوماتیکو لارو د دغو هندیانو د خوشې کولو لپاره ډېرې هڅې وکړې، خو بریالی نشو.

مګر فلمي ستوري شاهرخ خان دغه ناممکن کار وکړ او په اعدام محکوم شوي ۸ هندي وګړي يې د قطر له يوه زندانه خوشي کړل.

عربۍ نړۍ له شاهرخ خان سره ځانګړې مینه لري. دغه راز هر کال د پروژو د پرانیستې مراسمو او اقتصادي راکړې ورکړې پر مهال د فلمي ستورو او ورزشي لوبغاړو موجودیت پخپله ګټه بولي.

د شاهرخ‌خان د دغه کار څخه څرګندېږي چې هغه د يوه ښه فلمي ستوري ترڅنګ د يو غوره ډپلوماټ په توګه هم دنده تر سره کولای شي.

په همدې حال يو شمېر هندي وګړو هيله څرګنده کړې چې په راتلونکي کې شاهرخ خان د هند د بهرنيو چارو وزير جوړ شي، تر څو هند د ټولي نړۍ سره د اړيکو نوی باب پرانیزي.

| په اوسمهاله پښتو سېنما کې څه روان دي؟