راپورونه کورني راپورونه

مولوي عبدالکبیر: داعش ډله په افغانستان کې له منځه تللې

مولوي عبدالکبیر

په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون په هکله د اندیښنو په زیاتیدو سره د طالبانو د ريس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دې وروستیو کې ادعا وکړه چې داعش په افغانستان کې له منځه تللی دی.

مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې پرون د کب په ١٢مه نېټه د ننګرهار ولايت د نازيانو ولسوالۍ له يو شمېر قومي مشرانو سره په کتنه کې وکړې.

په همدې حال کې مولوي عبدالکبیر وویل: «د ننګرهار د شینوارو خلک هم د نورو اوسېدونکو په څیر د داعش ترهګرې ډلې قرباني شول، خو له نېکه مرغه دغه ډله د طالبانو له خوا له منځه ولاړه او د ننګرهار خلک یې له شره وژغورل شول.»

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لوړ پوړو چارواکو تر دې مخکې په څو څو ځله ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د واک ته رسېدو وروسته په دغه هیواد کې د داعش په ګډون د نورو ترهګرو ډلو لمن پراخه شوې ده.

د يادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال په تېره بيا په تېرو څو مياشتو کې د هېواد بېلابېل ولايتونه د پرله پسې چاودنو شاهدان وو. دا هغه څه دي چې ښيي ترهګرې ډلې لا هم په دغه هېواد کې شتون لري.

| مولوي عبدالکبير: د پاکستانه په جبري ډول د کډوالو ايستل د نړيوالو اصولو خلاف دی