راپورونه کورني راپورونه

مولوي عبدالکبير: د پاکستانه په جبري ډول د کډوالو ايستل د نړيوالو اصولو خلاف دی

مولوي عبدالکبير

د پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ايستنې په دوام سره، د طالبانو د ريس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير تازه د پاکستان دغه اقدام د ټولو نړيوالو اصولو خلاف بللی دی؛ مګر زياته کړې يې ده چې افغانستان ته راغلي افغان کډوال په خپل وطن کې خوشاله دي.

ارګ پرون د دونۍ/دوشنبې په ورځ د سلواغې پر ۱۳مه نېټه پر ټولنيزه شبکه ايکس ويلي چې مولوي عبدالکبير ننګرهار ته سفر کړی او هلته يې په تورخم کې د را ايستل شوو افغان کډوالو د کمپ څخه ليدنه کړې ده.

په همدې حال مولوي عبدالکبير د هېوادوالو څخه هم غوښتنه کړې چې د پاکستان څخه د تازه را ستنو شوو کډوالو سره دې مرستې وکړي او د ژوند د اسانتياوو په برابرولو کې دې ور سره همکار پاته شي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په تېرو مياشتو کې په سلګونه زره افغان کډوال په جبري توګه له خپل هېواده و ايستل چې اوس هم هره ورځ په سلګونه افغان کډوال له دغه هېواد څخه ايستل کېږي او افغانستان ته ستنېږي.

که څه هم د پاکستان څخه د نړۍ زياتو هېوادونو وغوښتل چې د افغان کډوالو د جبري ايستنې بهير دي ودروي خو ويل کېږي چې پاکستان پر خپله پرېکړه اوس هم کلک ولاړ دی، ځيني شنوونکي وايي چې شايد د پاکستان نوی حکومت د افغان کډوالو په وړاندي نرمي ښکاره کړي.

تازه له پاکستانه تر زر زيات افغان کډوال ايستل شوي