بهرني راپورونه

امريکا: د دوحې تړون زموږ شريکان کمزوري او طالبان پياوړي کړل

د دوحې تړون

د متحده ايالاتو د سپيني مانۍ وياندې کارن زان پيير تېره ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وويل چې د دوحې تړون په افغانستان کې طالبان پياوړي او زموږ شريکان کمزوري کړل.

ژان پيير په یوه خبري کنفرانس کې چې تېره ورځ ترسره شوی و د يو خبريال د پوښتنې په ځواب کي وويل چې د دوحې تړون د مخکيني ولسمشر ټرمپ په واکمني کي لاسليک شوی و، دوی مجبور و چې په دې تړون عمل وکړې او خپل ځواکونه د افغانستانه وباسي او يوې اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل چې. «دا تړون طالبان پیاوړي او په افغان حکومت کې زموږ شریکان کمزوري کړل او د امریکا نوي حکومت ته د سرتېرو د اېستلو لپاره کومه روښانه لار او څرګند پلان موجود نه و.»

د امريکا جمهوريت غوښتونکې ګوند د تخليې په پروسه کې پر اوسني حکومت سختې نيوکې کړي او ويلې يې دي چې دا بهير له کړکيچونو او ستونزو څخه ډک و.

د افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پر مهال د کابل هوايي میدان مخته چاودنه چې پکې د امريکايي سرتيرو په شمول ۱۷۰ افغانان ووژل شول ښه مثال دی.

امريکا ويلې طالبانو د دوحې تړون کې خپلې ژمنې عملي کړې ندي، چې هغه د يو همه شموله حکومت جوړولو لپاره د نورو افغان اړخونو سره خبري کول هم شامل و.

د سپيني ماڼۍ دغې وياندي ويلې دوی هيله مند دي چې طالبان د دوحې تړون عملي کړي، او چاته اجازه ورنکړې چې د افغانستانه نړۍ ته ترهګريز ګواښونه پېښ کړي او همدا رنګه بايد د ترهګرو ډلو سره اړيکي پرې کړي.

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې چې د تير کال په اکتوبر مياشت کې وړاندي شوي و، ليکل شوي و چې طالبان لا هم د القاعده او نورو ډولو سره اړيکي لري او دا ډلي په افغانستان کې فعاله دي.

امريکا په ځلونو نقد کړی چې د افغانستان د طالبانو په کابينه کې نږدې ټول چارواکي ددې ډلي مهم غړي دي ښځو او اقليتونو ته پکې ځای ندی ورکړل شوي، خو طالبان بيا خپل حکومت همه شموله بولي او دا تورونه د ځان په وړاندي د سيسه ګڼي.

د يادونې وړ ده چې واک ته د طالبانو د بيا ځلې رسيدو سره سم دغې ډلي په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د ښځو پر زده کړو بنديز ولګاوه، او آن وروسته يې په يوه نوي فرمان کې د ښځو څخه د کار حق هم واخيست.

| د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ډيورنډ کرښې په اړه د طالبانو څرګندونو ته غبرګون وښود