راپورونه کورني راپورونه

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ډيورنډ کرښې په اړه د طالبانو څرګندونو ته غبرګون وښود

ډيورنډ کرښې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متيو میلر په دې وروستیو کې د ډيورنډ کرښې په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو د مرستیال د څرګندونو په تړاو ویلي، چې دوی د نړیوالو د رسمي پولو په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو، پاکستان او افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا ملاتړ کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند د ډيورنډ کرښې په اړه دغه موضوع پرون د کب/حوت په ۲مه نېټه د يوې خبري غونډې پر مهال مطرح کړه.

افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې له پاکستان سره د ډيورنډ فرضي کرښه په رسمیت نه پېژني.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت معین عباس ستانکزي په دې وروستیو کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبان د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښه د تېرو حکومتونو په څېر د رسمي پولې په توګه نه پېژني.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د عباس ستانکزي د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دا څرګندونې خيالي دي او څه ارزښت نه لري.

ميلر په خپلو خبرو کې همدارنګه وويل، د تېر کال په ترڅ کې د دغه هېواد د حکومت له خوا له امریکا سره د کارکونکو افغانانو لپاره څه باندې ۱۸۰۰۰ د کډوالۍ ځانګړې ویزې منظورې شوې دي.

هغه زیاته کړه، دا احصایه په یوه کال کې د SIV د ډیرو ویزو ورکولو ریکارډ په توګه پیژندل کیږي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند یو ځل بیا ویلي، چې د امریکا له کانګرسه غواړي، چې په دغه هېواد کې د افغان متحدینو د استوګنې طرحه تصویب کړي.

| د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ستانکزي د ډيورنډ په اړه خبرو ته غبرګون وښود