راپورونه کورني راپورونه

د سالنګ لويه لار د دوو ورځو تړل کېدو وروسته نن د تګ راتګ لپاره خلاصه شوه

د سالنګ لويه لار

د طالبانو د سالنګونو د ساتنې او پالنې ریاست اعلان کړی، چې دغه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده.

د دغه رياست چارواکو وايي، د سالنګ لويه لار له دوو ورځو بندېدو وروسته نن د څلورنۍ/چهارشنبې په ورځ (د کب په ۹مه) د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.

دغه راز د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقاني هم پر ایکس باندې لیکلي چې په ځینو ځایونو کې لږ واوره وریږي او احتمال شته چې دغه لار بیا په موقتي ډول وتړل شي.

طالبانو اعلان کړی، چې له ټولو موټر چلوونکو غواړي، چې د سالنګ له لارې څخه د تېرېدو پر مهال له پوره احتیاط څخه کار واخلي.

د يادونې وړ ده، چې له تېرې يونۍ/يکشنبې راهيسې د سختې واورې ورېدو له امله د سالنګ لويه لار او د هېواد په پنځو ولايتونو کې يو شمېر ترانسپورتي لارې تړل شوې وې.

په ورته وخت کې د يخ موسم له پيل راهيسي د افغانستان غرنۍ او واورو پوښلې سیمې وخت په وخت د سختو واورو او سختو توپانونو له امله تړل کېږي.

د هېواد د بېلابېلو ولايتونو په يو شمېر ښارونو کې د ترانسپورتي لارو بندېدل ښاريان له ګڼو ننګونو سره مخ کړي او په ځينو مواردو کې د خلکو د مرګ ژوبلې لامل هم شوي دي.

| د سالنګ لويه لار د سختي واورې او توپانونو له کبله تړل شوې