حادثې کورني خبرونه

د سالنګ لويه لار د سختي واورې او توپانونو له کبله تړل شوې

سالنګ لويه لار

د طالبانو د فواید عامې وزارت اعلان کړی چې د سختو واورو او توپانونو له امله د سالنګ لويه لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د طالبانو د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقاني د سالنګ لويه لار په اړه دغه موضوع د دونۍ/ دوشنبې په ورځ (د کب پر ۷مه) سهار مهال په ايکس يا پخواني ټويټر کې په یوه پیغام کې څرګنده کړه.

د حقاني په وينا، د ځاني او مالي زيانونو د مخنيوي په موخه د سالنګ لويه لار تر بلې خبرتيا پورې د وړو او لويو ټولو موټرونو پر مخ تړل شوې ده.

هغه زياته کړه، چې اوسمهال په سالنګ کې د سختو واورو اورښت روان دى او د دې لارې په بېلابېلو سيمو کې د واورو جړتيا (ضخامت) تر يو متر پورې رسېږي.

دغه وزارت همدارنګه اعلان کړی، چې د هېواد له ټولو وګړو یې غوښتي، چې تر بلې خبرتیا پورې دې د سالنګ له لارې له تګ راتګ ډډه وکړي.

د سالنګ لاره یوه له هغو ستراتیژیکو لارو څخه ده چې کابل ښار د هېواد له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه لاره د ژمي په موسم کې د واورې او توپان له امله وخت په وخت د ترافیکو پر مخ تړلې وي.

| د سختې واورې او توپان له کبله د سالنګ لويه لار تړل شوې