بهرني راپورونه راپورونه

رومي قحطاني طالبانو ته: د اسلام دين د سختۍ لپاره نه د سهولت لپاره راغلی

رومي قحطاني

د سعودي عربستان یوه ځوانه ښځه چې د ښکلا په سیالیو کې د دغه هېواد استازیتوب کوي وايي، د افغانستان د نن ورځې په څېر یې هېواد هېڅکله سختدريځه نه و.

رومي قحطاني د افغانستان يوه ټلوېزون ته ويلي چې په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته د هغې پیغام دا دی چې اسلام د قرآن د آیتونو پر بنسټ د سختۍ نه بلکې د اسانتیا لپاره راغلی دی.

هغې طالب مشرانو ته د سورة البقرې د ۱۸۵ آیت یادونه وکړه((یريدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ)) (خدای غواړي چې تاسو ته اسانه راولي، هغه نه غواړي چې تاسو ته سختي راولي).

دې ۳۰ کلنې عربي مېرمنې په وروستیو کلونو کې په بېلابېلو هېوادونو کې د ښکلا ملکې په سیالیو کې د سعودي عربستان استازیتوب کړی دی.

نوموړي له افغانستان انټرنیشنل يوه ټلوېزون سره په یوه مرکه کې وویل: په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو وضعیت ډېر دردونکی دی او د دوی د امنیت او فکري ثبات هیله کوم.

مېرمن رومي قحطاني وویل: دا سمه ده چې زما هېواد (عربستان) هم یو اسلامي هېواد دی، خو زما هېواد هېڅکله هم د ننني افغانستان په څېر سخت دریځه نه و.

د رومي قحطاني په وینا، د سعودي عربستان ښځو اوس د سعودي د با نفوذه ولیعهد محمد بن سلمان په سیوري کې خپل بشپړ حقونه ترلاسه کړي دي.

په ورته وخت کې چې د سعودي عربستان له نوم او بیرغ سره د ښکلا په سیالیو کې د مېرمن قحطاني د ګډون ویډیوګانې او عکسونه په ټولنیزو شبکو او رسنیو کې خپاره شول، د محمد بن سلمان دا خبرې چې ويلي يې وه، «اوس په سعودي عربستان کې ښځې پخپله د خپلو جامو په اړه پریکړه کوي.» هم په پراخه توګه پر ټولنيزو رسنيو خپرې شوي دي.

رومي قحطاني په داسې حال کې پر طالبانو باندې پر مېرمنو د سختۍ نه کولو غږ کوي، چې د طالبانو د تېرو دوه نيم کالو واکمنۍ راهيسي په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار بنديز لګېدلی دی.

| ستانکزی: تر اوسه پورې موږ ونشوه کولی چې د انجونو ښوونځيو د خلاصون لاره پيداکړو