بهرني راپورونه

د روسيې او اوکراين په جګړه کې ۳۱ زره اوکرايني سرتيري وژل شوي

اوکراين

پر اوکراين د روسيې د يرغل دوه کاله پوره شول، چې پکې د اوکراين د ولسمشر په خبره ۳۱ زره اوکرايني سرتيري وژل شوي او لسګونه زره نور ټپيان شوي.

د اوکراين ولسمشر ویلادیمیر زيلينسکي د روسيې د يرغل د دوهمې کليزي په پار جوړه شوې غونډه کې دا مرګژوبله ومنله.

د راپورونو له مخې دا لومړۍ ځل دی، چې د اوکراين ولسمشر زيلينسکي د روسيې سره په جګړه کې د خپلو وژل شويو سرتېرو شمېر په ډاګه کړ.

زيلينسکي په دغه وينا کې د روسيې سره په جګړه کې د ټپيانو، او اسیر شويو سرتېرو دقيقه شمېره ياده نکړه.

په تېره اګسټ مياشت کې امريکايي چارواکو د روسيې او اوکراين په جګړه کې د وژل شويو اوکرايني سرتيرو شمېر۷۰ زره او د ټپي شويو شمېر ۱۲۰ زره ښودلی و.

امريکايي چارواکو ويلي و، چې په دغه جګړه کې د روسيې هم تر يولک زيات پوځيان وژل شوي او لسګونه زره نور يي ټپيان دي.

خو ويلادمير زيلينسکي د امريکايي چارواکو ياد ارقام ناسم وبلل او زياته يې کړه چې د روسيي تر يو لک اتيازره زيات پوځيان وژل شوي دي.

د بريټانيا د دفاع وزارت هم په فبروري مياشت کې په يوه اټکل کې ويلې، چې د اوکراين او روسيې په جګړه کې تر ۳۵۰ زره زيات روسي سرتيري وژل شوي او ټپي شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ ادارې هم په یوه بيان کې ويلې، چې د روسيې د يرغل راهيسي په اوکراين کې د زرګونو سرتيرو ترڅنګ ۳۰ زره او ۴۵۷ ملکي وګړو ته مرکژوبله اوښتې.

| انګلستان د اکراين جګړې لپاره کلنۍ مرستې زياتې کړې