بهرني راپورونه

د ملګرو ملتونو امنيت شورا به سبا د افغانستان د وضعيت اړوند غونډه جوړه کړې

افغانستان د وضعيت اړوند

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا به سبا دوشنبه د فبرورۍ۲۶ د بندو دروازو تر شا د افغانستان د اوسني روان وضعيت اړوند خبرې وکړي.

ويل کېږي چې د افغانستان د وضعيت اړوند د دې ځانګړې غونډي مشري به د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوترش وکړې او د افغانستان لپاره به د ځانګړې استازي پر ټاکلو هم سلا مشورې وشې.

د امنيت شورا ددغې غونډې خبر د دوحې د غونډې ورورسته د ملګرونو ملتونو د سر منشی ګوترش ورکړی او زياته کړې یې وه چې دا غونډه د افغانستان لپاره مهمه ده.

په ملګروملتونو د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق ددې غونډې په اړه تیره اونۍ د طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي چې په دې غونډه کې به د امنیت د شورا د ۲۷۲۱ پریکړه لیک په اړه خبرې وشي.

د ملګروملتونو د امنیت شورا د مرغومي ۸ په ۲۷۷۱ پریکړه لیک کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه کړې وه، ترڅو د طالب مشرانو او افغانستان سره تعامل ډیر کړي.

په ورته وخت کې طالبانو بيا د ملګرو ملتونو له لورې ددغه استازولۍ د ټاکلو سره مخالفت کړی و، او زياته کړې يې وه چې د يوه استازي په شتون کې د بل استازي ټاکنه د هيواد ستونزې او مشکلات نشې کمولای.

د ملګروملتونو عمومي منشي د قطر په پایتخت دوحه کې د افغانستان په اړه د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې ویلي و چې د یو ځانګړي استازي د ګمارلو په اړه سلا مشورې پیلوي چې د طالبانو حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ چارې تنظیم کړې.

هغه وویل چې طالبانو ته یې بلنه ورکړې وه چې غونډې کې ګډون وکړي، خو هغوی یې بلنه ونه منله. ښاغلي ګوتیرش هیله وښوده چې د طالبانو استازي به په راتلوونکو دغسې غونډو کې ګډون وکړي.

دملګرو ملتونو د امنيت شورا په داسي حال کې د افغانستان اړوند د بندو دروازو شاته غونډه جوړوي، چې پر طالبانو تور دی، چې د بشر او په ځانګړې توګه د ښځو حقوقو درناوی نلرې او د نړيوالو قوانينو سرغړاوی کوي.

| ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکل وځنډول