بهرني راپورونه

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د ستانکزي د ډيورنډ په اړه خبرو ته غبرګون وښود

ډيورنډ

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوچ په یوه بيان کې د افغانستان د بهرينو چارو وزارت د سياسي مرستيال شيرمحمد عباس ستانکزي څرګندونې له ځمکنيو حقيقتونو ليري بللې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستيال عباس ستانکزي د پخواني شوروي اتحاد د وتلو او ماتي په مناسبت په هغو مراسمو کې چې په لوګر کې جوړ شوي ول د ډيورنډ په اړه خبري وکړې او پاکستان په شمول يې پر بهرينو ملکونو نيوکې وکړې.

ښاغلي ستانکزي په خپلو خبرو کې ويلې موږ افغانان هيڅکله ډيورنډ کرښه په رسمیت نده پېژندلې او نه پرې پاسپورټ او ويزه منو.

نوموړي ويلې چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته پښتانه قومونه سره وروڼه دي او هيڅوک يې بېلولای نشې.

ستانکزي په تونده ژبه وويل که افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي د هرې هغې مرمۍ حساب به وکړې چې يو افغان، مجاهد په وژل شوی وي، نوموړي که څه هم دکوم هيواد نوم ياد نکړ خو ويې وويل چې مدعيان يې معلوم دي.

په ځواب کې اغلې بلوچ په يو بيان کې ويلي.«د پاک افغان پولې د قانونيتوب په اړه هر ډول خيالي او ځان غوښتونکې دعوا د جغرافيې، تاریخ او نړيوال قانون حقايق نشي بدلولی.»

بيان کاږې چې افغان غاړه دې د پاکستان ريښتينو امنيتي اندېښنو ته ځواب ووايي نه دا چې په داسې څرګندونو د خلکو پام بل لوري ته واړوي.

تر دې وړاندي د پاکستان د لنډ مهاله حکومت مشر انورالحق کاکړ هم د يوه افغاني ټلويزون سره په مرکه کې پر دې ټينګار کاوه چې ډيورنډ کرښه نه بلکې يو نړيوال باډر او سرحد دی.

پاکستان په ځلونو ډيورنډ کرښه د رسمي سرحد او نړيوال پيژندل شوي باډر په نوم نومولې خو د افغانستان هيڅ واکمن او حکومت دا کرښه په رسمیت نده پېژندلې، او وخت پر وخت يې پر دغه کرښه ورسره نښتې کړې.

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان لنډ مهالي حکومت پر ډیورنډ کرښه اوښتونکو او راوښتونکو کسانو باندي د پاسپورټ او ويزې لرل جبري کړې او چاته اجازه نه ورکوي چې بغير د پاسپورټ او ويزې تګ راتګ وکړې.

| کاکړ: ډيورنډ يوه نړيواله رسمي پوله ده، موږ د دې پروا نلرو چې افغانان يې نه مني