بهرني راپورونه

ايران روسيې ته د بالسټيک توغنديو د ورکړې په هکله د رويټرز راپور رد کړ

روسيې ته د بالسټيک

د ايران اسلامي جمهوریت تېره ورځ روسيې ته د بالسټیک توغنديو د ورکړې په هکله د رويټرز خبري اژانس راپور رد کړ او زياته يې کړه چې روسيي ته یې هيڅ بالسټيک توغندي نه دي ورکړې او نه پلان لري.

ايران دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د امريکا متحده ايالاتو خبرداری ورکړ که چيري ايران رښتيا هم روسيې ته بالسټيک توغندۍ ورکړې وي، له جدي عواقبو سره به مخ شې.

رويټرز خبري اژانس د روانې اونۍ په پيل کې د شپږو سرچينو له قوله چې نوم يي ندی اخیستی ويلې و، چې ايران ډير قوي بالسټيک توغندۍ روسيې ته ورکړي دي، او دا د دواړو هيوادونو تر منځ د وسلو په ورکړه کې د همکارۍ پراخوالي ښيې.

ايران او روسيه هغه هيوادونه دي، چې له وړاندې امريکا متحده ايالاتو، بريټانيا او اروپايي اتحاديې پرې بې شمېره بنديزونه لګولي دي.

خو په ملګرو ملتونو کې د ايران دائيمي استازولۍ تېره ورځ جمعه په ټولنيزه رسنۍ ايکس کې يو بيان خپور کړی او د رويټرز خبري اژانس دا راپور يي رد کړی دی.

د ایران په اعلامیې کې راغلي چې د بالاستیک توغندیو په پلور هیڅ ډول قانوني بندیز نشته خو بیا هم ایران په اخلاقي توګه مسؤل دی چې د روسیې – اوکراین تر منځ د جګړې پر مهال د وسلو راکړې ورکړې څخه ډډه وکړي تر څو دا جګړه لا پراخه نشي.

اعلاميه همدارنګه زياتوي، چې ایران د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانیو ته د درناوي له مخې د وسلو په نه پلور عمل کوي.

ايران تر دې وړاندي هم روسيې ته د بې پيلوټه/ډرون الوتکو یوه ټولګه سپارلې وه خو هغه مهال دا هيواد د الوتکو له ورکړې پښېمان شوی و.

ايران په‌داسي حال کې د روسيې سره د وسلو د راکړي ورکړې تړون پلې کوي چې امريکا بيا د ايران او د ملاتړو ډلو د ځپلو لپاره اسرايلو ته ورته مرستې لېږي.

| اروپايي اتحاديې او امريکا پر روسيې د نويو بنديزونو ټولګه اعلان کړه