بهرني راپورونه

اروپايي ټولنه غواړي پر روسيې د نوو بنديزونو طرحه جوړه کړي

روسيې

راپورونه وايي د اروپايي ټولنې د غړو هيوادونو د بهرينو چارو د وزيرانو په غونډه کې چې پر اوکراين د روسيي د يرغل په هدف رابلل شوې وه، پر دې بحث شوی چې پر روسيې د نويو بنديزونو لړۍ څه ډول پيل کړي.

په داسي حال کې چې د کريملين سرسخت وژل شوي مخالف الکسي ناوالنۍ مېرمنې يولياناوالنا د روسيې ولسشمر ويلاديمير پوتين د خپل مېړه په وژلو تورن کړی دی.

جرمني، ليتوانيا، سويډن او گڼو نورو هيوادونو د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو د وزيرانو په دغه غونډه د ناوالنۍ د مړيني له کبله پر روسيي د نويو بنديزونو د لګېدو غوښتنه وکړه.

د اروپايي ټولنې د غړو هيوادونو استازو په دغه غونډه کې د روسيي ولسمشر پوتين په اوکراين کې په نسل وژنه تورن کړی او ويلې دي چې په وړاندي به يې کوټلي ګامونه پورته کړو.

ناوالنۍ د روسيي د ولسمشر ویلادیمیر پوتین سرسخت مخالف او منتقد و، د روسيي له لورې تر نيول کېدو وروسته يې د شمالي قطب په يوه زندان کې د سختو شکنجو له کبله ساه ورکړه.

د مړه شوې منتقد ناوالنۍ مېرمنې يولياناوالنا د روسيي ولسمشر پوتين تورن کړ، چې زما خاوند يې د سياسي فعاليت او د فساد پر ضد د مبارزې لپاره وواژه او نور یې هيڅ ګناه نه وه.

يولياناوالنا زياتوي.« نن زه د لومړي ځل لپاره پردې کانال له تاسو سره خبرې کوم. دلته زما پرځای باید بل څوک ناست وای خو هغه سړی ولادیمیرپوتین د سياسي فعاليت او فساد سره د مبارزې لپاره وواژه.»

نوموړې له خپلو پلویانو وغوښتل چې د کریملین پرضد تر پخوا په زیات قهر مبارزه وکړي او ویې ویل دا په یوه آزاده روسیه کې ژوند غواړي. ناوالنایا وروسته په بروکسل کې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له مشرانو سره وکتل.

روسي چارواکو د تېرې جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د کریملین سرسخته منتقد الکسي ناوالنۍ په زندان کې مړ شوی دی.

دا په داسي حال کې ده چې د فرانسې او بريټانيا د بهرنيو چارو وزيرانو هم تېره اونۍ د اوکراين سره د مرستو پر زياتوالي او پر روسيي د اقتصادي بنديزونو لپاره خبري اترې کړي.

|ملګرو ملتونو کې د روسيې استازي د امنيت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې