اقتصاد کورني خبرونه

د هوايي دهلېز له لارې له دوبۍ څخه بلخ ته ۱۶ ټنه برېښنايي توکي رارسېدلي

هوايي دهلېز

راپورونه وایي، په يوې مخامخ الوتنه کې له دوبۍ څخه مزارشريف ښار ته د هوايي دهلېز له لارې شپاړس ټنه برېښنايي توکي وارد شوي دي.

ويل کېږي چې د هوايي دهلېز له لارې په وارد شوو توکو کې کمپيوټرونه، موبايلونه، کامرې ځيرک ټلويزونونه او نور برېښنايي توکي شامل دي او د سوداګرو په شخصي لګښتونو له متحده عربي اماراتو څخه افغانستان ته وړل شوي دي.

د مولانا جلال‌الدین محمدبلخي هوايي ډګر د ګمرک مدیر عبدالله مطمین ویلي، یاد سوداګریز توکي چې برېښنايي توکي دي، د (بیات پاور) شرکت اړوند دي، پرون د د کب/حوت پر ۴مه نېټه د شپې بلخ ته رسېدلې دي.

مطمين زیاته کړې چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د مولانا جلال‌الدین محمدبلخي هوايي ډګر ته د کارګو الوتنه کېږي.

د یاد هوايي ډګر مسوولان همداراز زیاتوي، « هڅه کوي، تر څو له دغه هوايي ډګر څخه د هوايي دهلېز له لارې په منظم ډول د توکو د وارداتو او صادراتو د لېږد منظم بهیر پیل کړي.»

دا په داسې حال چې ده چې څه موده وړاندې د دغه هوايي ډګر څخه سعودي عربستان سره وده اړخيزه الوتنې هم پيل شوي دي.

| د خوست نړيوال هوايي ډګر څخه متحده عربي اماراتو ته الوتنې پيل شوې