راپورونه کورني راپورونه

د خوست نړيوال هوايي ډګر څخه متحده عربي اماراتو ته الوتنې پيل شوې

خوست نړيوال هوايي ډګر

د خوست نړيوال هوايي ډګر څخه متحده عربي اماراتو ته الوتنې د دوه کلن توقف وروسته يو ځل بيا دغه الوتنې په عادي توګه پيل شوې.

د هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت وياند امام‌الدين احمدي پرون جمعه د سلواغې ۶مه رسنيو ته ويلي، چې د اريانا افغان هوايي شرکت الوتکې به په اوونۍ کې دوه ځله د خوست نړيوال هوايي ډګر او متحده عربي اماراتو ترمنځ الوتنې ولري.

د دې وزارت د مسؤلينو په وينا پرون د جمعې په ورځ د اريانا افغان هوايي شرکت په الوتکه کې يو شمېر افغانان د خوست څخه متحده عربي اماراتو ته انتقال شوي دي.

د هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت وياند زياته کړې: «اريانا افغان الوتکي لومړی له کابله خوست ته الوتنه وکړه او له خوست څخه یې د متحده عربي اماراتو د العين ښار ته د الوتنو پيل وشو.»

د خوست يو شمېر اوسېدونکې د دغو الوتنو د پيل څخه خوشاله دي خو د حکومت څخه غوښتنه لري چې د نورو هوايي شرکتونو لپاره دې هم د الوتنو زمينه برابره کړي.

د هوايي چلند او ترانسپورټ وزارت مسؤلين وايي چې د خوست نړيوال هوايي ډګر د هر ډول کورنيو او بهرنيو الوتنو لپاره تیار دی او کوښښ کوي چې د نورو هوايي شرکتونو الوتنې هم پکې پيل شي.

| کاناډا کې يوه الوتکه سقوط شوې چې د الماسو د کان شپږ کارکونکي پکې وژل شوي