اقتصاد کورني خبرونه

طالبانو د جګدلک د ياقوتو کان د استخراج لپاره يوه شرکت سره تړون لاسليک کړی

د ياقوتو کان

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې د کابل په ختیځ کې د جګدلک د ياقوتو کان د استخراج په موخه یې له (اریانا هالینډ) شرکت سره تړون لاسلیک کړی دی.

د طالبانو لخوا د کب/حوت په ۴مه نېټه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جګدلک د ياقوتو کان د استخراج چارې د دوو شرکتونو ترمنځ د یوه لیلام په ترڅ کې د آریانا هالینډ شرکت ته وسپارل شوې.

د طالبانو د کانونو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه کان د استخراج د ۴۴ فیصده ونډې په منلو سره د اریانا هالینډ شرکت دغه قرارداد ګټلی دی.

د دغه وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، د اریانا هالینډ شرکت د دغه کان د استخراج په برخه کې ۲۷ میلیونه او ۵۰۰ زره ډالره پانګونه کوي.

د طالبانو د دې د وزارت په خبرپاڼه کې همارنګه راغلي چې د جګدلک د ياقوتو کان ۶.۹ کیلومتره مربع مساحت لري او دغه شرکت پنځه میلیونه ډالره په ټولنیزو خدمتونو لګوي.

د جګدلک د ياقوتو کان د کابل په سروبي ولسوالۍ کې موقعیت لري، دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ څخه وروسته دغې ډلې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د څو کانونو او د ځمکې لاندې طبیعي زیرمو قراردادونه لاسلیک کړي دي.

سره له دې چې د طالبانو له واکمنۍ دوه کاله تېر شوي، خو هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او یو شمېر پوهان د کانونو په برخه کې د طالبانو کړنې د ټولنې د قوانینو خلاف بولي.

| په هېواد کې ۲۰ زره وګړي د ډبرو سکرو په کانونو کې کار کوي