بهرني راپورونه

ترکي ځواکونو په دغه هېواد کې د داعش ډلې ۱۸ کسان نيولي

داعش ډلې

د ترکيې امنيتي ځواکونو په دغه هېواد کې د داعش خراسان ډلې سره تړاو لرونکي ۱۸ کسان تر پېژندنې وروسته نيولي دي.

د اناتولي خبري رسنۍ خبر ورکړی چې د ترکيې امنيتي ځواکونو د داعش ډلې دغه کسان د درېنۍ/سه‌شنبې په ورځ د کب په لومړۍ نېټه په استانبول کې د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې نيولي دي.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې دغه کسان د استانبول د عمومي څارنوالۍ د تروريزم او سازمان شويو جرمونو د څيړنې د دفتر له خوا پيژندل شوي دي.

که څه هم د دغو کسانو هويتونه لا نه دي مشخص شوي خو پلټنې ښيي چې په دې کسانو کې بهرني وګړي هم شتون لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکيې امنيتي ځواکونو تر دې وړاندې هم په ځلونو د داعش ډلې سره د تړلو کسانو د نيولو خبرونه خپاره کړي وو.

داعش هغه ترهګریزه ډله ده چې هڅه کوي د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې نفوذ پيداکړي؛ هغه څه چې د نړۍ زيات امنيتي ادارې يې اندېښمنې کړي دي.

| د ترکيې حکومت د سوريې لپاره د اسلامي دولت ډلې يا داعش اداري او مالي مسؤل نيولی دی