راپورونه کورني راپورونه

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو پرېکړه کړې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا، پرون جمعه د (مرغومې په اتمه) د افغانستان په اړه خپل تازه پرېکړه لیک د ۱۳ همغږو او دوو رد رایو سره تصویب کړ.

چې په دې رايو کې چين او روسيه هېوادونه شامل وه او په دې تصویب شوي پرېکړه لیک کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتل شوي، چې د دې سازمان له امنیت شورا، افغان سیاسیونو، طالبانو، د افغان مدني ټولنو غړو، سیمه ییزو هېوادونو او نورو بنسټونو په مشوره او همغږۍ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکي.

د ملګرو ملتونو په دې پرېکړه لیک کې ټینګار شوی دی، چې د سوله ییز او باثباته افغانستان لپاره باید چې هڅې وشي؛ داسې افغانستان چې په نړیواله ټولنه کې مدغم او ټولو نړیوالو قوانینو ته ژمن پاتې شي.

په دې پرېکړه لیک کې همدا ډول غوښتنه شوې، چې مېرمنې باید د افغانستان په ټولنه کې بېرته دخیلې او حقونو ته یې درناوی وشي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه پرېکړه لیک د افغانستان د وضعیت په اړه د یو ترکي ډيپلوماټ فریدون سینیرلي اوغلو د راپور د چمتو کولو او ارزولو وروسته چې خپله دغه سازمان ګمارلی وو، تصویب شو.