سپورت کرکټ

افغان کرکيټ بورډ د سريلانکا په وړاندي شل اوره لوبو ته لوبډله اعلان کړه

افغان کرکيټ بورډ

افغان کرکيټ بورډ تېره ورځ د کوربه سريلانکا لوبډلې سره د دريو شل اوره لوبو لپاره ۱۶ کسيزه لوبډله اعلان کړه.

د افغان کرکيټ بورډ په دغه نوملړ کې د ابراهيم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ رحمان الله ګربز، اسحاق رحيمي، حضرت الله ځاځی، ګلبدين نايب، محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، کريم جنت، شراف الدين اشرف، فضل حق فاروقي، فريد احمد ملک، نوين الحق، نور احمد، وفادار مهمند او قيس احمد شامل دي.

افغان لوبډلې د سريلانکا په وړاندي تر دا مهاله يوه ټيسټ او دوې يو ورځنۍ لوبې ترسره کړې او درې واړه يې بايللي.

ټاکل شوې ده چې سبا چهار شنبه افغان لوبډله د سريلانکا په وړاندي د رواني لوبلړۍ دريمه يو ورځنۍ لوبه ترسره کړې.

ددې لوبلړۍ وروسته د فبروري مياشتي پر ۱۷مه به افغان لوبډله د سريلانکا په کولامبو ښار کې د کوربه لوبډلې په وړاندي د شل اوره لوبو لړۍ پيل کړې.

په لوبډله کې د مجيب الرحمن او راشد خان نشتون مينوال اندېښمن کړي، او دواړو ته يې د ژر جوړتیا هيله کړې.

راشد خان په انګلستان کې د ملا د عملياتو وروسته د ډاکټرانو په نظارت دی او د څه مودې لپاره د لوبو له ډګره منع شوی.

مجيب الرحمان بيا د سريلانکا په وړاندي په تمريناتو کې د لاس اوښتلو له کبله له ستونزي سره مخ شو، او د روانو لوبو بهر شو خو تمه شته چې د ايرلنډ سره لوبو کې بيرته را ستون شې.

دا په داسي حال کې ده چې افغان کرکټ بورډ د ملي لوبغاړو دبدني روزنې او تکړښت لپاره نوی روزونکی نيکولاس تيورلي هم په دنده ګمارلی او د ايرلنډ تر لوبو وړاندي به د لوبډلې سره يو ځای شې.

| سريلانکا په دوهمه لوبه کې هم افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه، څه دليل کېدای شې؟