سپورت کرکټ

سريلانکا په دوهمه لوبه کې هم افغان لوبډلې ته ماتې ورکړه، څه دليل کېدای شې؟

افغان لوبډلې

افغان لوبډلې د يو ورځنيو لوبو د لوبلړۍ په دوهمه لوبه کې د سريلانکا څخه د ۱۵۵ منډو په ستر توپیر ماتي وخوړه.

دغه لوبه چې تېره ورځ د کينډي ښار په پاليکلي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه، سريلانکا پچه وګټله او افغان لوبډلې ته يې د شپږو لوبغاړو په زيان ۳۰۹ منډي هدف ورکړ.

په بالینګ کې عظمت الله عمرزی درې خو نوراحمد، فضل حق فاروقي او قيس احمد هر يوه ۱-۱ ویکټه ترلاسه کړه.

په دوهمه پاڼۍ کې رحمت شاه تر ټولو ډيري ۶۳ او ابراهيم ځدراڼ ۵۴ منډې جوړي کړې، خو پاتي نور ټول لوبغاړي په ۲۶ منډو وسوځېدل.

افغان لوبډلې ددې ماتي سره د يو ورځنيو لوبو لوبلړۍ هم سريلانکا ته وبايله، خو دريمه لوبه لا پاتي ده چې کومه لوبډله به يې وګټې.

د سريلانکا پياوړي سپينر ونندو هسرنګا ۴ ديلشان مدوشانکا او اسيتا فيرنندو ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د سريلانکا او افغانستان تر منځ په دغه لوبه کې د افغان لوبغاړو په کارکردګيو سختې نيوکې و شوي، او حشمت الله شاهدي يی په لوبډلمشرۍ کې پاتي بللی دی.

د افغان لوبډلې يو مينوال نصير خان ددغې سترې ماتي پړه پر لوبډلمشر او ټولو لوبغاړو اچوي، نوموړي ليکلې د ډګرساتنې څخه نيولې تر توپ وهنې او توپ اچونې ټول لوبغاړي په خپل پلان کي پاتي راغلل.

نصیر خان کاږې.« هيڅ څه یې بهتر نه و، د راشد او نورو لوبغاړو شتون محسوس شو، غلط پلانينګ ددې باعث شو چې لوبه سريلانکا ته وبايلو، پياوړي او هغه لوبغاړي چې سليزي لري خو نن يې لس منډې هم ونه کړې، ددې ماتو سره به د لوبغاړو مورال سخت وځپل شې.»

د افغان کرکټ مينوال او مبصر محمد جعفر هاند په ټولنيزو رسنيو کې پر لوبډله سختي نیوکې کړې او دا يې د افغان لوبډلې لپاره شرموونکې ماتي بللې.

هاند ليکي. «افغانستان په فیلیډینګ کې بیخي د کلب لیول کرکټ وکړ، پنځه کیچونه یې ډراپ کړل،‌ که هغه یې ډراپ کړي نه واي، هدف به تر ۳۰۰ زیات نه وای او که هدف تر ۳۰۰ زیات نه وای، دومره فشار به نه و. دا ډول فیلډینګ چې کوې، د ګټلو مستحق نه یاست. همدغو کیچونو زموږ ماتې له اول سره یقیني کړی و.»

خبريال او د کرکټ مبصر مطيع الله عابد هم په يوه فيسبوکي پوسټ کې د لوبډلي پر ډګرساتنې، توپوهنې او توپ اچونې نيوکې کړې او دا لوبه يې د دريمي درجې د هيوادونو لوبه بللې.

عابد ليکي. «په ۱۲۸ منډو دوه اوټ او ۲۵ منډې وروسته ټول په ۱۵۳ سوځېدلي. لکه فیلډینګ بېټینګ والو ته هم بال بال نه و د اور غونډاری و.په ټيست سیالۍ کې هم د بېټینګ حال دغه و. یو نیم وار د منلو وي خو هره ورځ نو ملنډې دي، دا د دريمي درجې کرکټ دی.»

د يادونې وړ ده چې افغانستان تر دا مهاله د سريلانکا سره یوه ټيسټ او دوې يو ورځنۍ لوبې کړي دي،چې ټولې سريلانکا ګټلې او دريمه لوبه به د چهارشنبې په ورځ په همدې لوبغالي کې ترسره شې.

| د افغانستان او سریلانکا د ټيسټ لوبې دوهمه ورځ کې هم سريلانکا برلاسې ده