سپورت کرکټ

د افغانستان او سریلانکا د ټيسټ لوبې دوهمه ورځ کې هم سريلانکا برلاسې ده

ټيسټ لوبې

د افغانستان او سریلانکا تر منځ يوازينۍ ټيسټ لوبې دوهمه ورځ پيل شوه چې لاهم سريلانکا برلاسې ده.

سريلانکا د دې ټيسټ لوبې ټاس وګاټه او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه، افغانستان د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره سريلانکا ته ۱۹۸ منډي هدف ورکړ چې رحمت شاه پکې ۹۱ منډي ترسره کړې.

په دغه لوبه کې نور علي ځدراڼ۳۱ قيس او اکرام هره يوه ۲۱-۲۱ حشمت شاهدي ۱۷ او نجات مسعود ۱۲ ډيري منډي ترسره کړې.

د افغان لوبغاړو په سوځېدو سره سريلانکا لوبډله توپ وهنې ته راووته او اوپنرانو يې د زړورې لوبي په مټ په ۱۴ اورونو کې ۸۰ منډي ترسره کړې.

په دوهمه ورځ تر مهاله د سريلانکا لوبغاړو د دريو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۰ منډي ترسره کړې او له افغان لوبډلې څو منډې وړاندي روانه ده.

د افغانستان لپاره لمړۍ ويکټ نويد ځدراڼ، دوهمه نجات مسعود او دريمه ويکټ قيس احمد ترلاسه کړه.

په افغان لوبډله کې نويد ځدراڼ، نور علي ځدران، ضیاالرحمن اکبر او سليم ساپی په لمړي ځل د افغانستان لپاره ټيسټ لوبه ترسره کوي.

افغانستان تر دا مهاله ټولې ۷ ټيسټ لوبې ترسره کړې، او دا لوبه يې اتمه ټيسټ لوبه ده چې په دغو لوبو کې يې درې ګټلې څلور بايللې او ددې لوبي نتيجه به ورسته معلومه شې.

افغان لوبډله د سريلانکا سره ددې ټيسټ لوبې وروسته د دريو يو ورځنيو او دریو شل اوره لوبو سريزونه هم لري او د فبروري مياشتي په پای کې ايرلنډ ته د ورته سريزونو لپاره سفر کوي.

د يادونې وړ ده چې په تېر نړيوال جام کې افغان لوبډلې بشپړ غړیتوب لرونکو هيوادو ته په ماتي ورکولو سره اسيا کرکټ شورا پرېکړه کړې چې افغانستان ته به هم د هند، پاکستان، سريلانکا او بنګله ديش لوبډلو په څېر بوديجه ورکوي.

| افغان لوبډلې د نيپال څخه هم ماتي وخوړه، او د نړيوال جام څخه بهر شوه