سپورت کرکټ

افغانستان به نن د سريلانکا په وړاندي د يو ورځنيو لوبو لومړۍ لوبه ترسره کړي

سريلانکا

ټاکل شوې چې نن ماپښين ۱:۳۰ بجه به افغان کرکټ ملي لوبډله د سريلانکا کرکټ لوبډلې په وړاندي ديو ورځنیو لوبو د سريز لومړۍ لوبه ترسره کړې.

دغه درې واړه يو ورځنۍ لوبي د سريلانکا په کينډي ښار کې په پاليکلي کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.

افغان کرکټ بورډ په يوه بيان کې ويلې چې افغان لوبډلې تېره ورځ او ماښام تمرينونه ترسره کړې او د ننۍ لوبي لپاره بشپړ چمتوالی لري.

تېره ورځ په کينډي ښار کې د دواړو لوبډلو لوبډلمشرانو په خبري کنفرانس کې د يادو لوبو لپاره خپل پلانونه اعلان کړل او زياته يې کړه چې دې لوبلړۍ ته يې ښه ترکيبونه اعلان کړي او هڅه کوي چې لوبلړۍ وګټې.

د افغان لوبډلي لوبډلمشر حشمت الله شهيدي په خپلو خبرو کې يادو لوبو ته د چمتوالي خبر ور کړ او زياته يې کړه چې داوس لپاره به ټول تمرکز پر دې وکړې چې د سريلانکا سره په خپل کور کې ښې لوبي ترسره کړي.

تر دې وړاندي افغان لوبډلې د سريلانکا څخه په يوازينی ټيسټ لوبه کې ماتي خوړلې وه، نو ځکه د يو ورځنيو لوبو د سريز ګټل د حشمت الله شاهدي هيله ده.

افغان لوبډله به د يو ورځنيو لوبو د لوبلړۍ وروسته د سريلانکا کولامبو ښار ته لاړه شې او هلته به د يادي لوبډلې په وړاندي د دريو شل اوره لوبو لوبلړۍ پيل کړي.

هېره دي نه وې چې افغان لوبډله به د سريلانکا لوبډلې سره تر لوبو وروسته اماراتو ته لاړه شې او هلته به په خپل کوربتوب له ايرلنډ لوبډلې سره د درو واړو فارمټونو لوبي ترسره کړې.

| کرکټ‌بورډ د سريلانکا په وړاندې يو ورځنيو سياليو ته ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړه