سپورت کرکټ

کرکټ‌بورډ د سريلانکا په وړاندې يو ورځنيو سياليو ته ۱۵ کسيزه لوبډله اعلان کړه

کرکټ‌بورډ

د افغانستان کرکټ‌بورډ تېره ماښام د سريلانکا په وړاندي د دريو يو ورځنيو سياليو لوبلړۍ ته ۱۵کسيزه لوبډله اعلان کړه.

د افغانستان کرکټ‌بورډ وايي په پام کي ده چې د دغې لوبلړۍ لمړۍ لوبه به د رواني فبروري مياشتي پر ۹مه نېټه د کېنډي په پاليکلي کرکټ لوبغاړي کې ترسره شې.

د لوبډلمشر حشمت الله شهيدي تر څنګ په دغه لوبډله کې رحمان الله ګربز، ابراهيم ځدراڼ، رحمت شاه، رياض حسن، اکرام علي خيل، محمد نبي، ګلبدين نايب، عظمت الله عمرزی، نور احمد، مجيب الرحمن، فضل حق فاروقي، فريد ملک، نويد ځدراڼ او قيس احمد شامل دي.

دا مهال د سريلانکا سره د افغانستان ټيسټ لوبه روانه ده چې د ددو ورځو په پرتله افغان لوبډله په دريمه ورځ پر لوبې برلاسې وه او د افغان بالرانو له لورې د سريلانکا پاتي پنځه لوبغاړي د ۳۰ منډو په بدل کې له ميدانه بهر شول.

په بيټنګ کي بيا هم افغان لوبغاړو خپله وړتيا ثابته کړه، د اکا او وراره نورعلي ځدراڼ او ابراهيم ځدراڼ له لوري د اوپنينګ ښه پيل ترسره شو او افغان لوبډلې د يوه لوبغاړي په سوځېدو سره سريلانکا لوبډلې ته ۱۹۹ منډي ترسره کړې.

نن څلورمه ورځ به رحمت شاه او ابراهيم ځدراڼ بيا هم خپلې لوبي ته دوام ورکړي او د پاتي ۹ لوبغاړو تر سوځېدو پوري به افغانستان د منډو جوړولو بهير روان وساتي.

هيره دي نه وي چې د يو ورځنيو لوبو د يادي لوبلړۍ دويمه لوبه به د فبروري پر ۱۱مه او دريمه به د همدې مياشتي پر ۱۴مه نيټه د کينډي په پاليکلي لوبغالي کې ترسره شې.

بايد وويل شې چې افغان لوبډله به د يو ورځنيو لوبو دلوبلړۍ وروسته د سريلانکا په وړاندي د دريو شل اوره لوبو لوبلړۍ هم ترسره کړي، او د فبروري مياشتي په وروستۍ اونۍ کې به د ورته لوبو لپاره ايرلنډ ته سفر وکړي.

| د افغانستان او سریلانکا د ټيسټ لوبې دوهمه ورځ کې هم سريلانکا برلاسې ده