راپورونه کورني راپورونه

کابل کې د فحاشۍ تور پورې کوونکی حسيني مزاري، طالبانو حوزې ته غوښتی

کابل کې د فحاشۍ

د طالبانو پوليسو په کابل کې د فحاشۍ تور پورې کوونکي د تبیان په نوم د يوه فرهنګي مرکز مشر سيد عيسی حسيني مزاري ته نن د څلورنۍ/چهارشنبې تر ورځې وخت ورکړی، چې شپږمې حوزې ته حاضر شي او د خپلو وروستیو څرګندونو په تړاو سپیناوی وکړي.

د ایران په ملاتړ او همکارۍ د تبيان فرهنګي مرکز پرمخ وړونکي شعیه مذهبي سید عیسی حسیني مزاري دوه میاشتې وړاندې پخپلو څرګندونو کې په کابل ښار کې د پراخې فحاشۍ او کلیساوو موجودیت او په ځانګړي ډول په دشت برچي کې د (فحاشه خانو) د فعالیت تورونه پورې کړي و.

ښاغلي مزاري ویلي و، چې د تېر جمهوریت پر مهال په کابل او په ځانګړي ډول دشت برچي کې ۹۶۰ فاحشه خانې او ۵۰۰ کلیساوې فعالې وې.

د طالبانو د امنیه قوماندانۍ د جنایي جرمونو ادارې ویلي، نوموړي ته یې احوال استولی، چې حوزې ته ورشي او د خپلو څرګندونو سپیناوی وکړي او له هغه پرته به د شکایت حق ونه لري.

پر مزاري د کابل ښار د څو اوسېدونکو لخوا طالبانو ته عريضه شوې ده.

عریضه کوونکو غوښتنه کړې، چې د تبیان فرهنګي مرکز په ګډون آوا، صدای افغان او نور سازمانونه چې د ایران په مالي ملاتړ په کابل، مزار، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې فعال دي باید سمدستي وتړل شي.

دا په داسې‌ حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په کندوز ولايت کې د مولوي عبدالشکور په نوم يوه ديني عالم پر طالبانو د قومي تعصب کولو تورونه لګولي وو او پښتانه يې پاکستانيان او مهاجر بللي وو، چې د دې څرګندونو يوه ورځ وروسته د طالبانو لخوا نيول شوی وو.

| د کابل دشت برچي کې طالبانو ۲۰ انجوني نيولي