بهرني راپورونه

په سوريه کې د کردانو د روزلو پر يوې اډې بې پيلوټه الوتکې بريد کړی

کردانو

کرد ځواکونه په سوريه کې د امريکا د بشپړ نظامي ملاتړ څخه برخمنه ډله ده چې نن ورځ يې پر ېوې اډې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ۶ غړي وژل شوي دي.

دغه بريد د سوريې دير الزور سيمه کې د العمر د تيلو په ساحه کې د کردانو پر هغي پوځي اکاډمۍ شوی چې د امريکا متحده ايالاتو د اډې په منځنۍ برخه کې موقيعت لري.

رويټرز خبري اژانس د سوريې د دوو محلي سرچينو له قوله ليکلې چې بريد د سوريې د حکومت تر واک لاندي سيمه کې شوی چې پکې د حزب الله په شمول د ايران يو شمېر ملاتړي ډلي فعاله دي.

په منځني ختيځ کې د کړکيچ کمولو په بهانه د امريکا متحده ايالاتو دا ځل په يمن کې پر حوثيانو نوي بريدونه کړې چې د بيړۍ ضد څلور اهداف يې لمنځه وړي دي.

امريکا ګواښ کړی چې د ايران لاسپوڅي ډلي به داسي وځپي چې بيا د بريد فکر لا ونه کړي، خو تر څنګ يې ويلې چې د کړکيچ کمول يې ستر هدف دی.

ايران او د هغوی ملاتړي ډلي حزب الله او حوثيان په سرې بحيرې، سوريه، عراق او اردن کې د امريکا او دهغوی د ملاتړو ډلو کردانو اهداف په نښه کوي او د هر ډول بريد د ځواب ګواښ کوي.

ګمان کېږي چې ددې جګړې په پيل سره به په منځني ختيځ کې د جګړې اور يو ځل بيا تازه شې، او دواړه لوري به يې سخت زيان وويني.

ايران ويلې چې په اردن کې پر امريکايي عسکرو په بريد کي هيڅ ډول لاس نلري خو که بريد پر وشې بې ځوابه به پاتي نشې.

خو سپيني ماڼۍ خبرداری ورکړی چې په عراق، سوريه او يمن کې د متحده ایالاتو وروستي بريدونه د ايران پر ضد د ځواب يوازي پيل دی.

داسي ښکاري چې ايران او متحده ایالات به په مستقيم شکل د جګړې ډګر ته را ودانګي.

د بلې خوا د امريکا د بهرينو چارو وزير انتنوني بلينکن بيا منځني ختيځ ته په سفر تللی او ښايې د سعودي، قطر، مصر او د لويديځي غاړي هيوادونو د چارواکو سره وګوري.

هيره دي نه وې چې په منځني ختيځ کې جګړه هغه مهال پيل شوه چې حماس ډلې پر اسرايلو حمله وکړه سلګونه اسرايليان پکې ووژل او سلګونه نور یې له ځان سره برمته کړل.

| ايران د کرمان د چاودنو په غبرګون کې پر سوريې او عراق توغندۍ توغولي