پښتونخوا

منظور پښتين په زندان کې تر شکنجې او ظلم لاندې دی

منظور پښتين

د پښتون ژغورنې غورځنګ ځيني غړي وايي چې د دې غورځنګ د رهبر منظور پښتين سره په زندان کې ظلم شوی دی.

منظور پښتين چې د دوو مياشتو راهيسي د پاکستاني رياست په بېلابېلو زندانونو کې بندي دی، درې ورځې وړاندې يې د اټک زندان ته انتقال کړی دی، ويل کېږي چې هلته ور باندې سخت تشدد او ظلم شوی دی.

د دې غورځنګ د غړو د مالوماتو پر اساس منظور احمد پښتین د يوه ليک په لېږلو سره ويلي چې د وطن له حالاتو بېخي ناخبره دی او تر شکنجو لاندې دی، چې د شکنجو له امله ټپي شوی هم دی.

ځيني سرچينې وايي چې د ښاغلي پښتين روغتيايي حالت هم سم نه دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د ښاغلي پښتين د راخوشي کولو لپاره ډېر لاريونونه کړي دي، د ياد غورځنګ يو شمېر غړي د نورو قام والو ګوندونو څخه هم غوښتنه کوي چې د منظور پښتين په راخوشي کولو کې دي د دوی ملګرتيا وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يوه غړي حاجي سارام جان داوړ ځلا نيوز سره په خبرو کې د عوامي نېشنل ګوند، د پښتونخوا عوامي ګوند او يو شمېر نورو ګوندونو مشرانو ته په اشارې سره وویل چې د منظور پښتين د نيول کېدو راهيسي د پښتنو سياسي مشرانو د منظور پښتين د راخوشي کولو لپاره هيڅ آواز نه دی پورته کړی او صرف په انتخاباتي کمپاينونو بوخت دي‌.

حاجي سارام جان د ټولو پښتنو څخه غوښتنه وکړه چې د مشر  پښتين د راخوشي کېدو لپاره دې په يوه اتفاق آواز پورته کړي.

| کويټه کې د ماهرنګ بلوڅ جلسه، د پښتنو او بلوڅو يووالی