بهرني راپورونه

ملګرو ملتونو کې د روسيې استازي د امنيت شورا د بېړنۍ غونډې غوښتنه کړې

امنيت شورا

په ملګرو ملتونو کې د روسيې دايمي استازي تېره ورځ شنبه په عراق او سوريه کې د امريکا متحده ايالاتو ورستيو بريدونو په تړاو د امنيت شورا د عاجلې غونډې د رابللو غوښتنه وکړه.

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د بېړنۍ غوندې په اړه دا خبري په ملګرو ملتونو کې د روسيې د دايمي استازي مرستيال د ميتري پولينسکي په ټولنيزو رسنيو کې پر خپلي ايکس پاڼي ليکلې وې.

نوموړی زياتوي.« پر سوريې او عراق د امريکا د حملو له کبله سولي او خونديتوب ته د ور پېښ ګواښ په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د عاجلې غونډي د جوړېدو غوښتنه کوو.»

امريکا متحده ايالاتو تېره شپه په سوريه او عراق کي په لسګونو هغه هدفونه بمبار کړل، چې د ايران د سپاه پاسداران انقلابي ځواکونو او اړونده ملېشو له لورې کارول کېدل.

امريکا د دغو بريدونو د کولو پلان د تيري جمعې په ورځ تصويب کړ او بايډن وويل چې د هوا په سمېدو سره به دوی خپل اهداف له منځه يوسي.

امريکا په اردن کې د خپلو دريو سرتېرو د وژلو او ۴۰ نورو د ټپي کولو په ځواب کې دغه بريدونه کړي چې ويل کېږي د نامعلومې بې پيلوټه الوتکې له لوري د سوريې پولي ته څېرمه پرې بريد وشو.

امريکا ويلې و، چې دا بريد د ايران پلوه مليشو کار دی او په کې کار شوې بې پيلوټه الوتکه هم د ايران له لورې جوړه شوې.

په عراق کې د اسلامي مقاومت په نوم ډلې ددغه بريد پړه ومنله خو امريکا وايې چې حزب الله ورسره همکاري کړې.

د يادونې وړ ده چې په منځني ختيځ کې تاوتريخوالی هغه مهال پيل شو چې اسرايلو په غزه کې د عملياتو په ترڅ کې په زرګونو کسان ووژل او تر يو ميليون زيات یې بې ځايه شول.

| انګلستان د اکراين جګړې لپاره کلنۍ مرستې زياتې کړې