راپورونه کورني راپورونه

د سختې واورې او توپان له کبله د سالنګ لويه لار تړل شوې

سالنګ

د پروان ولايت څخه سرچينې وايي چې د سالنګ تونل د ډېرې واورې او سخت توپان له کبله د تګ راتګ پر مخ تړل شوی دی.

سرچينو رسنيو ته ويل چې د سالنګ تونل نن د خالي/شنبې په ورځ د سلواغې ۱۴مې نېټې په سهار پر مهال تړل شوی دی.

سرچينې زياتوي چې پر دې لاره هر ډول تګ راتګ بند شوی دی، طالبانو هم د دې تونل د تړل کېدو خبر تاييد کړی دی.

د سالنګ د لویې لارې د امنیت آمر محمد اغا حکیم وايي، دوی له هېوادوالو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې دې پر دې لویه لاره تګ راتګ نه کوي.

د سالنګ تونل ډېره لويه لاره ده چې ډېر شمالي ولايتونه د کابل سره نښلوي، چې هر کال د واورې اورېدو له کبله د څو اوونيو لپاره تړل کېږي.

تر دې وړاندې هم دغه لاره د بيا جوړونې په موخه څو اوونۍ تړل شوې وه چې د شمال طرف موټرو د ميدان وردګو ولايت په طرف پر کچه لارو تګ راتګ کاوه.

| طالبانو د کابل هوايي ډګر څخه څلور ممنوع الخروج کسان نيولي