راپورونه کورني راپورونه

طالبانو د کابل هوايي ډګر څخه څلور ممنوع الخروج کسان نيولي

ممنوع الخروج

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ويلي چې د کابل په هوايي ډګر کې يې څلور تنه (ممنوع الخروج) کسان نيولي دي‌.

د هغې خبرپاڼې پر بنسټ چې د کورنيو چارو وزارت تېره ورځ خپره کړې، څلور ممنوع الخروج يا هغه کسان چې د هېواده پر وتلو يې بنديز لګول شوی وو غوښتل يې چې بهر ته سفر وکړي خو په کابل هوايي ډګر کې نيول شوي دي.

د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د سرحدي ځواکونو لخوا دوه نور کسان هم د جعلي اسنادو په تور نيول شوي دي.

د کورنيو چارو وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ د دې وزارت ځواکونو د هوايي ډګرو او د هېواد پر پولو د تګ د دروازو څخه لسګونه هغه کسان نيولي چې يا يې جعلي اسناد جوړ کړي وو او يا هم ممنوع الخروج وو.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ راهيسي په هېواد کې پر زياتو برخو بنديزونه لګېدلي دي، اوس داسې برېښي چې د کابل هوايي ډګر بهرنيو هېوادونو ته هم خلک نه پرېږدي‌.

ادعا کېږي چې طالبانو د تېرو دوو کالو راهيسي يو شمېر فعالين او په ځانګړي توګه د پخواني حکومت نظاميان نيولي، شکنجه کړي او آن ځيني يې وژلي هم دي، خو طالبان دغه ادعاوې ردوي او وايي چې د عمومي بخښنې فرمان ته په احترام د هيچا څخه غچ نه اخيستل کېږي.

| د امر بالمعروف وزير: د نجونو د نيولو موضوع تبليغات دي او حقيقت نه لري