سپورت کرکټ

افغان لوبډلې د نيپال څخه هم ماتي وخوړه، او د نړيوال جام څخه بهر شوه

افغان لوبډلې

 افغانستان د نولس کلنو کم عمره کرکټ لوبډلې تېره ورځ د دويمي درجې هيواد نيپال څخه د نړيوال جام په اډانه کې ماتي وخوړه او خپل سفر يې پای ته ورسوه.

د سويلي افريقا په ايسټ لندن ښار کې د افغانستان او نيپال تر منځ تېره ورځ د نولس کلنو کم عمره نړيوال جام کې ګروپي لوبه ترسره شوه چې پکې افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په يوڅلويښت اورونو کې نيپال لوبډلې ته ۱۴۵ منډي هدف ورکړ.

په لوبه کې د افغانستان اوپنينګ او ون‌ ډاون لوبغاړي د پخوا په څېر ښه ثابت نشول خو توپ اچونکي، الله محمد غضنفر تر ټولو ډيري ۳۷ او لوبډلمشر نصير خان او فريدون داودزي په ترتيب سره ۳۱ او ۲۹ منډي ترسره کړې او هدف يې تر ۱۴۵ ورساوه.

په دغه لوبه کې د نيپال لوبډلې توپ اچونکي اکاش چاند ۵ لوبغاړي وسوځول، او په توپ وهنه کې يې لوبډلمشر ډيف کانال ۵۸ ډېرې منډي وکړې.

د نولس کلنو کم عمره نړيوال جام په لړ کې  افغان لوبډلې خپله لمړۍ لوبه پر پاکستان دوهمه پر نيوزيلنډ او دريمه لوبه پر نيپال وبايله.

تر نړيوال جام مخکې هم افغانستان نولس کلنه لوبډله په اسيا کپ، او بيا د سويلي افريقا او هند سره په درې اړخیزه لوبلړۍ کې هم له ورته ماتو سره مخ شوي و.

د افغان کرکټ مينوال او مبصرين ددې پرلپسې ماتو پړه ټوله د غوراوي پر کميټې اچوي اسد الله خان په خپله دنده کې ناکام بولي.

پر ټولنيزو رسنيو يو شمېر افغانانو د دې ماتو په غبرګون کې د اسد الله خان او کرکټ بورډ پر غړو نيوکې کړې او ويلې دي چې لوبډله يې د روابطو په اساس ټاکلې.

د افغانستان د کرکټ مبصر جعفر هاند ليکلې په داسي حال کې چې په تېر نړيوال جام کې افغانستان تر نيمه پای لوبي ورسېد خو متاسفانه د سلکشن کمېټې غلطه ټاکنه ددې باعث شوه چې په دې نړيوال جام مو په ګروپي سياليو کې پرلپسې ماتي وخوړې او د نړيواله جام بهر شو.

ښاغلي هاند ليکلې پر يوې لوبډلې دوه کاله کار وشو خو ناڅاپه نړيوال جام ته نوي لوبغاړي پکې را څرګند شول، او پايله يې موږ ټولو وليده.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله کې هم د لوبغاړو په ټاکنه کې د غوراوي پر کميټې ورته نيوکې شوې او له دې کبله د غوراوي مخکينۍ کميټه بې واکه شوې هم وه.

| افغان کرکټ بورډ پر دريو لوبغاړو لګول شوي بندیزونه ليري کړل