بهرني راپورونه

د هند چارواکو په ډيلي کې د مسلمانانو يو بل ستر جومات و نړاوه

جومات

راپورونه وايې چې د هند په پلازمينه ډيلي کي محلي چارواکو د مسلمانانو يو بل ستر جومات چې په ۱۹۷۰ ميلادي کال کې جوړ شوی و ونړاوه.

د اخونجي په نوم د مسلمانانو دغه جومات د مهرولي په سنجې ون سيمه کې موقيعت درلود او لسګونه کلونه تاريخي قدامت يې درلود.

محلي چارواکي وايي هغه سيمه چې جومات پکې ودان و، په ۱۹۷۰ کال کې د شنې ساحې او په ۱۹۹۴ ميلادي کال کې خوندي ځنګليزه سيمه بلل شوې وه او نويو ودانيو ته پکې اجازه نه ورکول کېده.

هندي چارواکو ويلې دا کړنه يي په خوندي سيمه کې د غيري قانوني ودانيو د مخنيوي لپاره کړې ده، خو مسلمانان وايې چې دا جومات تر هغه وخت مخکې ودان شوی چې داسيمه د خوندي سيمي په نوم نومول کېده.

د راپورونو له مخې دغه جومات ۱۵۰ کاله تاريخي قدامت درلود، او د احمدشاه بابا د واکمنۍ په وختونو کې ودان شوی و.

له دې وړاندي هم په هند کې يو شمېر جوماتونه د حکومت له لورې نړول شوي و چې آن د ځینو جوماتونو د نړولو په غبرګون کې د مسلمانانو له لورې ستر لاريونونه هم شوې وه او ځيني يې په تاوتريخوالي اوښتي و.

مهر ولي سيمي ته څېرمه مسلمانو او د مسجد ملا امام د ډيلي محکمې ته عريضه کړې او محکمې له حکومت څخه غوښتې چې ددې جومات د نړولو کړنې په هکله دې محکمې ته د هو يا نه ځواب ورکړي چې ايا دا د قانون او اوصولو سره سم نړول شوی که نه.

په هند کې دبابري په نوم د يو بل ستر جومات د نړولو په غبرګون کې مسلمانانو لاريون وکړ او دا لاريون په تاوتريخوالي واوښت او پکې سلګونه کسان ووژل شول.

د ډيلي ځايې مسلمانانو ويلې چې د اخونجي جومات تر څنګ حکومت په دغه سيمه کې د مسلمانو حيديره او مدرسه هم نړولي دي.

د يادونې وړ ده چې د هند ولسمشر نريندرا مودي څه موده وړاندي د بابري جومات پر ځای د هندوانو د مشهور بګوان رام لپاره لوی مندر پرانيست چې د نړۍ په ګوټ کوټ کي يې د مسلمانانو غبرګونونه راوپارول.

| هند له پاکستانه د ترهګر حافظ سعید د ور سپارلو غوښتنه کړې ده