پښتونخوا

د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي ارمان لوڼي د شهادت پنځم تلین ولمانځل شو

ارمان لوڼي

نن د فبروري ۲مه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي محمد ابراهيم ارمان د شهادت پنځه کاله پوره کېږي، د پښتون ژغورنې غورځنګ ځينو غړو په کويټه کې د هغه د وژل کېدو پنځم تلین ولمانځه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو شمېر غړو د جنوبي پښتونخوا په کويټه ولسوالۍ کې د ارمان لوڼي د شهادت پنځم تلین ولمانځه او د هغه ياد يې تازه کړ، په دې لماځغونډه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي او د پښتو ژبې شاعر ګيلامن وزير چې دوه ورځې وړاندې له زندانه آزاد شوی دی هم ګډون کړی وو.

محمد ابراهيم چې په ارمان لوڼي مشهور وو د پښتو ژبې په برخه کې يې لوړې زده کړې کړې وې، نوموړی د پښتون ژغورنې غورځنګ سره د فعاليتونو پر خاطر په ۲۰۱۹ کال کې د فبرورۍ پر ۲مه نېټه د جنوبي پښتونخوا يا بلوچستان په لورلايي سيمه کې د پاکستاني ځواکونو لخوا ووژل شو.

د شهيد لوڼي څخه درې يتيم اولادونه پاتې شوه چې د هغو پالنه اوس د ارمان لوڼي خور وړانګه لوڼۍ او د هغې کورنۍ کوي.

د ارمان لوڼي د شهادت پنځم تلین په داسې مهال کې راځي چې د دې غورځنګ مشر منظور پښتين تر دوه مياشتو زيات وخت کېږي چې د پاکستاني رياست لخوا زنداني شوی دی.

| منظور پښتين په زندان کې تر شکنجې او ظلم لاندې دی