بهرني راپورونه

د لندن پوليسو ويلې، يو افغان کډوال لندن کې پر يوه ښځه او دوو نجونو بريد کړی

د لندن پوليسو

د لندن پوليسو په يوه خپرپاڼه کې ويلي چې يو افغان کډوال چې په ۲۰۱۶ کال کې برېټانيا ته په غیري قانوني لارو راغلی وو پر يوې ښځې او د هغې پر دوو لوڼو يې حمله کړې ده.

د هغې خبرپانې پر بنسټ چې د برېټانيا ګارډين ورځپاڼې پرون د پنځنۍ/پنجشنبې په ورځ د سلواغې پر ۱۲مه د لندن د پوليسو له قوله خپره کړې راغلي چې دغه کس د الکولين ډوله موادو څخه په استفاده په کلافام سيمه کې پر دغې ښځې حمله کړې ده.

د پوليسو د وينا پر اساس په دې پېښه کې د پنځو امنيتي ځواکونو په شمول چې د يادې ښځې د ژغورلو هڅه يې کوله نهه نور کسان هم ټپيان شوي دي.

د رسنيو د راپورونو پر بنسټ دغه کس عبدالشکور ايزدي نومېږي چې اصلي د افغانستان اوسېدونکی دی.

امنيتي مقاماتو ويلي چې ياد کس خطرناکه دی او د خلکو څخه يې غوښتي چې هغه ته دې نه نژدې کېږي‌.

راپورونه وايي چې ياد کس د بريد وروسته د سيمې څخه په تېښته بریالی شوی دی او د تېښتې پر مهال يې د يوه موټر سره ټکر کړی چې ټپي شوی هم دی‌.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د افغان کډوالو لخوا په اروپا کې د تاوتریخوالي او جرمي عملونو د اجرا کولو راپورونه خپاره شوي دي.

| نریندرا مودي په امریکا کې د بېلتون غوښتونکو سیکانو د مشر د وژلو توطیې په اړه څېړنې کوي