راپورونه کورني راپورونه

حقوق‌پوهان: چین د طالبانو حکومت په رسميت وپېژانده

چین

د چین ولسمشر شی‌جين پينګ په چين هېواد کې د طالبانو لخوا د ټاکل شوي سفير بلال کريمي باورليک ومانه.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر ټولنيزه رسنۍ ايکس ويلي، د طالبانو سفير بلال کريمي پرون درېنۍ/سه‌شنبه د سلواغې ۱۰مه نېټه د ځانګړو مراسمو په ترځ کې خپل باورليک د چین ولسمشر ته سپارلی دی.

په همدې حال کې د چین ولسمشر په دې مراسمو کې د ۴۰ نورو هېوادونو د نوو سفيرانو باورلیکونه هم ومنل، په دې سره چین لومړی هېواد شو چې د طالبانو د سفیر باورلیک یې ومانه.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په کابل کې د چين سفير جاوشينګ هم خپل باورليک د طالبانو لومړي وزير ملا محمد حسن اخند ته سپارلی وو.

ويل کېږي چې د طالبانو د وياند پخوانی مرستیال بلال کريمي د روان لمريز کال د ليندۍ مياشت کې په چین هېواد کې د افغانستان د سفير په توګه ټاکل شوی دی.

د حقوقي چارو يو شمېر پوهان د چین د ولسمشر لخوا د طالبانو د سفير د باورليک منل د چين لخوا د طالبانو د حکومت په رسميت پېژندلو په مانا بولي، ياد حقوق پوهان وايي چې رسميت پېژندنه پر څو ډوله ده چې يو ډول يې همدا دی.

| طالبان وايي په ۴۰ هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه د دوی لاس ته ورغلي